تازه خبر: خانشین ولسوالي یو ځل بیا د طالبانو لاس ته ولویده

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۹ بصیراحمد پاڅون
تیره شپه لس بجې طالبانو د هلمند ولایت د خانشین ولسوالۍ پر مرکز، امنیه قوماندانۍ، داستخباراتو مرکز او دوو امنیتي پوستو باندې د سپکو او درنو وسلو برید وکړ چې تر یوې بجې یې دوام وکړ.
طالبان وایي چې ټول یاد شوي مرکزونه او ودانۍ یې په بشپړه توګه نیولي او د دریو ټانګونو پر ویجاړولو سربیره یې حکومتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولي ده چې د پنځو تنو جسدونه یې د جګړې په ډګر کې پاتې او نور یې په تیښته بریالي شوي .
په دې جګړه کې طالبان د عراده جاتو په شمول د زیات شمیر وسلو او مهماتو د ولجه کولو ادعا هم کوي او وایي چې یوه شوبله یو رینجر یو ویګو یوټیوټا او یو ټوډې موټرونه ۳ پیکاګانې ، دوه راکټونه، پنځه کلاشینکوفونه، یو امریکایي ټوپک یې له ګڼ شمیر ډول ډول مرمیو او پوځي مهماتو سره ولجه کړي دي.
د هلمند ولایتي چارواکو تر دې وخته پدې اړه څه نه دي ویلي خو د سیمې اوسیدونکي وایي چې د ولسوالۍ مرکز او اړوند پوځي امنیتي مرکزونه ټول طالبانو نیولي او ژوندي پاتې شوي عسکر د دشت پوځي کنډک په لور تښتیدلي دي.
په هلمند ولایت کې د افغان پوځیانو سره یوځای امریکایي پوځیان هم د طالبانو پرخلاف ځمکنۍ او هوایي جګړه کوي مګر تر اوسه یې طالبان نه دي پر شا تمبولي او طالبان د پرمختګ په حال کې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button