کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۹ عبدالهادي همت
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر پاکستان غږ کړی چې په هغه هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو سره له نړیوالو قوانینو سره سم چلند وکړي.
ددغه وزارت ویاند جان کربي پرون په واشنګټن کې یوې خبري غونډي ته ویلي چې امریکا او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت له نژدې څاري.
جان کربي وایي:
موږ او د ملګرو ملتونو کډوالو اداره په پرله پسې ډول د ټولو افغان کډوالو وضعیت او له هغوی سره د انساني چلند چاري څارو ، موږ هم تر دې وړاندي او هم په راتلونکي کې د پاکستان حکومت هڅوو چې له کډوالو سره د نړیوالو مقرراتو سره سم چلند وکړي.
دا څرګندوني وروسته له هغه کیږي چې پدې وروستیو کې پاکستان سلګونه افغان کډوال له هغه هېواده ایستلي دي او دایستلو لړۍ لاهم دوام لري .
دغه راز افغان کډوالو له دوی سره د پاکستاني پولیسو له چلند څخه شکایتونه کړي دي.


















