یو کلن کابل ټکي کام بې ساري خدمتونه کړي دي

تبصره : احمد الله الغزنوي
د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر میاشتې په ۷مه نېټه امریکایي اشغالګرو زمونږ پر ګران هېواد، افغانستان یرغل وکړ، دغه یرغل که له یوې خوا زمونږ ولس ته ځاني او مالي تلفات واړول، له بلې خوا یې عامه اذهان دومره منحرف کړل، چې حق یې د باطل او باطل یې د حق په توګه قبول کړ، فرهنګي چارې یې داسې ځناورو ته حواله کړې، چې د اسلامي تهذیب او افغاني دود څخه نا خبره او د یرغلګرو په آخور ستر شوي او د پردي فرهنګ تر تأثیر لاندې راغلي وو، او په هر قېمت یې غوښتل، چې د افغانستان د مسلمانانو په اذهانو کې دې باطلې نظریې او د اسلام غلط تصور پیچکاري شي. همدې هدف ته د رسېدو په موخه یې د مختلفو حربو او وسیلو څخه کار واخیستو، لسګونه ټلویزوني چینلونه، راډیوګانې، اخبارونه او نور نشراتي وسایل یې په کار واچول او په دې توګه یې فرهنګي او تبلیغاتي جګړه په بشپړ زور سره پیل کړه، خلکو ته یې جهادي نظریه یوه ظالمه او په دین تپل شوې نظریه معرفي کړله، فحاشۍ او بې حجابۍ ته یې د ازادۍ نوم ورکړ، د مساوات چیغه یې پورته کړه، انسانیت ته یې پر هر بل شي ترجیح ورکړه او یوازینی معیار یې وګڼلو، تر څو خلکو ته وښيي، چې د انسانانو په فضیلت کې د دین کار نشته او نه دین مطرح دی. او د روان وضعیت حقائق یې پټ کړل، ولس ته یې په پوره بې شرمۍ دوکه ورکړه، چې زمونږ دښمنان ناکام او مونږ کامیاب یو. که څه هم ځینو رسنیو، د دغو چینلونو پر خلاف څه نا څه اقدام وکړ، خو ډېره تنده نه پرې ماتېدله، د حالاتو د تقاضا له مخې د هېواد، قلموال مبارزین اړ شول چې د اشغالګرو د رسنیو د پروپاګند مخه ونیسي او د حق چیغه تر خلکو ورسوي، بالاخره یې د خپلو نشراتو د ښه انضباط او تنظیم لپاره د کابل ټکي کام په نوم ازاده اداره جوړه کړه، او په همدې میدان کې یې خپل مسئولیت تر ډېره حده اداء کړ او د نړۍ د مسلمانانو د زړه امیدونه یې خړوب او تازه کړل.
کابل ټکی کام چې ریښتونې ولس پاله او مجاهد پاله رسنۍ ده، خپل ولس ته اسلامي معلومات، سیاسي لیکنې، ادبي لیکنې، پر حالاتو تبصرې، شعرونه او مرکې خپروي.
مونږ ورته مبارکي وایو



