د امريکا ټکساس ايالت کې ۱۶کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۰) زرغون خوږیاڼي
د امريکا په ټکساس ايالت کې د يوه بالون غورځېدو پېښه کې ۱۶ کسان وژل شوي دي. پېښه پرون سهار په ځايي وخت۷:۴۰ لوکهارټ ښار کې رامنځته شوې ده.
د ټکساس د عامه خونديتوب رياست پېښه منلې ده او د شپاړلس تنو د د وژل کېدو پخلی یې کړی.
د عامه خونديتوب رياست وايي، له پېښې سره سم ژغورونکي ټيمونه سيمې ته رسېدلي دي.
سرچینو ویلي، چې یاد وژل شوي کسان په بالون کې سپاره و، چې بالون اور واخیست او بیا وروسته راوغوځیده او ټول سپاره کسان په کې ووژل شول.
رويټر اژانس ليکلي چې خلک بالون کې له اور لگېدو او بيا راغورځېدو وروسته ووژل شول. وژل شوي کسان ټول د پېښې پر مهال بالون کې سپاره و.



