(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۰) زرغون خوږیاڼی
د افغانستا د کرکټ ملي لوبډلې د ای سي سي اټر کانټیننټل کپ سیالي په یو نوبت( انینګز) له هایلنډه وګټله.
په لومړۍ لوبه کې لومړی پچه افغانستان وګټله او د توپ وهلو پریکړه یې وکړه، هایلنډ په لومړي نوبت لوبه کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدلو سره ۱۱۷ منډې جوړې کړې.
په دغه انينګز کي ريپون ۲۴، بورین ۱۶، مُدثر بخاري ۱۶ او سېلار ۳۸ منډي جوړي کړې. افغان لوبغاړي دولت ځدران ۴، یمين احمدزي ۵ او میرویس اشرف ۱ هالنډي لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبډلې لومړي نوبت(اننګز) کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۱۲ منډې جوړې کړې او له مقابلې لوبډلې سره يې د ۱۹۵ منډو توپیر درلود. افغان منډې جوړونکو کې حشمت الله شهيدي۸۳، رحمت شاه ۵۱ او ناصر جمال د ۴۳ منډو په جوړولو سره ښه لوبه وکړه.
د لوبې په دوهم نوبت (اننګز) کې د هایلنډ ټول لوبغاړي د ۱۵۹ منډو په جوړولو سره وسوځېدل، چې هایلنډ په دوهم نوبت لوبه کې د افغانستان د لومړي نوبت لوبې ټارګټ هم پوره نشو کړای او ۳۶ منډې توپير یې درلود نو ځکه افغانستا د څلورو ټسټ لوبو څخه ټولې لوبې په یو نوبت وګټلې او هایلنډ ماتې وخوړه.
د دغه بریالي توب له امله افغان لوبډلي ۲۰ نمرې ترلاسه کړې او په لوبو کې تر ټولو برخه اخیستونکو لوبډله شوه.
له دې وروسته د افغانستان راتلونکې لوبې د هانګ کانګ، متحده عربي اماراتو او ايرلنډ سره دي.

















