المان: د امریکا له پوځې اډې وسلې غلا شوي.

کابل ټکی کام شنبه،۱۳۹۵ل زمری ۱۰ بصیراحمد پاڅون
د امریکا پوځ چې په نړۍ کې یو له منظمو او قوي پوځونو څخه شمیرل کیږي، اعلانوي چې په المان کې له پوځې اډې یې یو شمیر وسلې غلا شوي دي.
دا چې څومره ، کله او څنګه وسلې غلا شوي دي د امریکا د پوځ دجنګي جرائمو د ادارې مشر پرون رسنیو ته وویل چې پدې اړه پلټنه وکړي، نوموړي دا هم وویل چې که چا د دې وسلو په اړه معلومات ورکړل او یا یې واپس راړې لس زره ډالره انعام به ورکړي.
تیره اونۍ په سوریه کې داعش ډلې د یو شمیر د عکسونو نشرولو ترڅنګ خبر ورکړی و چې د سوریې له آزاد پوځ نه چې د داعش پر خلاف جګړه کوي یو شمیر پرمنختللي امریکایي وسلې نیولي دي.
تحلیلګران پدې نظر دي چې امریکا او داعش یو تر بله خپله اړیکې او همکاري پټه ساتل غواړي ددې لپاره یې دا یوه لوبه په لاره اچولي ده، کنه څنګه کیدای شي چې د یو منظم پوځ له وسلتونونو دې مهمې وسلې غلا شي.



