دا ځل افغانان په پوخ هوډ له پاکستانه کډې باروي

سرلیکنه
په ٢٠١٢ميلادي کال پاکستاني چارواکو د افغان کډوالو راجستر(ثبت)پيل کړ، چې د شوي راجسترله مخې ېې ورته تر دوو کلونو پورې په پاکستان کې د قانوني اوسيدا وخت ورکړ، د دې وخت له پوره کيدو وروسته یې بيا دوه کاله وخت ورکړ.
تيره مياشت چې دتورخم پر سر د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې ترينګلي شوې په پاکستان کې ېې د افغان کډوالو په ژوند اغيز وکړ او د پاکستاني پولیسو لخوا په ډول دول تکلیفونو اخته شول ، د پاکستان صدراعظم نوازشريف افغان کډوالوته نور شپږ مياشتې وخت ورکړ، خو داځل افغان کډوالو له پاکستانه د کډو بارولو پوخ هوډ کړی دى.
په پاکستان کې د نورو ايالتونو ترڅنګ په خيبرپښتونخوا کې په زيات شمير افغان کډوال ميشت دي او له پوليسو سرټکوي، که څه هم وزير اعلی ېې له پوليسو غوښتي، چې نور د افغان کډوالو له زورونې لاس واخلي، خو افغانانو رسنيوته ويلي چې د پوليسوپه رويه کې ورسره کوم ښه والى نه دی راغلى.
د مخه به چې افغانانو ته د کډو بارولو وينا وشوه نو په پاکستان کې د روزګار او اولادونو د تعليم د پوره کولو په نامه به ېې له پاکستاني چارواکو د وخت ورکولو غوښتنه کوله، خو دا ځل چې ورته له پاکستانه د وتلو وينا وشوه او د پولیسو لخوا په بې رحمانه توګه وزورول شوه، ډیری افغانانو کډې وتړلې.
له پاکستانه راتلونکي افغان کډوال، چې په هېواد کې ېې هم د ډاډمن ژوند ډاډ نشته له مجبوريته ېې هېواد ته د راتلو اراده وکړه واېې:
ترڅوبه د بې کورۍ ژوند تيروو، که مرګ وي او که درد کډې ېې وتړلې، هغه کډوال چې يو څه پانګې لري او په پاکستان کې ېې روزګارښه دې، هغوي هم کډې رابار کړې، خو د غريبو افغانانو کډې د ناامنه افغانستان په لور او د پانګوالو افغانانو کډې اوس د ترکيې په لور روانې دي.
په ترکيه کې ميشت افغانان وايي د ايران او پاکستان په نسبت ترکيه د افغانانو لپاره د اوسيدو مناسب هېواد دى.
د ترکېې د قانون له مخې بهرنيان په ترکيه کې د ميشتيدنې او غيرمنقول جايداد ستونزه نه لري، د ترکېې د قانون له مخې هرکال په لسګونه زره بهرنيان غيرمنقول جايداد اخلي او په ډاډه زړه په ترکيه کې ژوند کوي.
له سوريې او عراق وروسته افغانان په دريم کتارکې کډوال دي، چې په ترکيه کې غيرمنقول جايدادونه اخلي او په قانوني توګه په کې اوسيږي، ځکه خو اوس له پاکستانه هغه افغان، چې اقتصادي حالت ېې لږ څه ښه دی د ترکيې مخه ېې نيولې ده .
په ترکيه کې ميشت افغان سوداګروايي:
د تيرو دوومياشتو راپديخوا هغه کسان چې د کلونو راهيسي په پاکستان کې اوسيدل اوس ترکيې ته راروان دي، چې ورځ په ورځ ېې په شمير کې زياتوالى راځي.
په افغانستان کې د روسيې او مريکايي يرغل راوروسته پر افغانانو خپل هېواد سور تنورشوی دى، په ايران او پاکستان کې ېې هم نورې شپې نه سباکيږي، ترکيه ورته د اوسيدو اوهوسا ژوند تیرولو هېواد ښکاري، ځكه چې تركيه کې بهرنيانولپاره د ټولنيزو او روغتيايي خدماتو او د ښوونې د زمينې له پلوه د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله پوره اسانتياوې برابرې شوي دي.
دمخه له پاکستانه يواځې بې وسه افغان کډوال په ایستلو انديښنن وو او ويل به ېې :
په افغانستان کې د ميشتوافغانانو کارنه شته او له بې کارۍ اروپايي هېوادونوته روان دي، خو داځل چې ورته له پاکستانه د وتلوخبر ورکړل شوی دى، وسمن او بې وسو ټولو په يو مخ له پاکستانه د کډو د بارولو هوډ کړی دى.
په ترکيه کې ميشت افغانان وايي:
له پاکستان چې افغان سوداګر کډې راوکړي په ترکيه کې ددې سوداګرو لپاره د كار او ژوند ښه زمينه مساعده ده، ځكه چې له قانوني پلوه دوى هېڅ ډول ستونزه نه لري او په راتلونكې كې د تركيې د تابعيت د اخيستلو چانس هم موندلى شي.
په ترکيه کې د ناکامې کودتا وروسته يوڅه وضع ترخه شوه، خو د سمون وروسته ترکيه هڅه کوي چې د بهرنيو پانګوالو لپاره په خپلو قوانينوکې اسانتياوې رامنځ ته کړي.
پاکستان شايد افغان کډوالو سره په خپل دريځ کې يوڅه نرمي راولي او هغه کډوال چې په ټاکلې موده کې خپل هېواد ته په ستنيدا برلاسي نه شي دهغوي په اړه بيا تصميم ونيسي، خو زيات شمير افغان کډوال وايي که هر څو راته پاکستان د پاتې کيدو وخت راکړي بيا به هم زموږ همدا حال وي کوم چې اوس ورسره مخ يو.
په پاکستان کې افغان کډوال چې ټولو د کډو تړلو هوډ کړی، په درې برخو تقسيم دي: غريبې کورنې وايي پردى کټ تر نيمو شپو وي، شتمنو د ترکيې په څير نورو هېوادونوته مخه کړې او درېمه برخه په تمه دي که پاکستاني چارواکې ورسره نرمي وکړي په خپل هېواد کې د امن تر راتلو پورې به په پاکستان کې پاتې شي.



