طالبان :د کابل په سرتیرو بریدونو کې له سلو ډیر خارجیان مړه اوټپیان دي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۱۱عبدالهادی همت
تیره شپه شاوخوا یوه نیمه بجه دکابل په پلچرخي کې د خارجي ځواکونو په یو میلمستو لومړی د مزدا موټر په مټ سرتیری برید وشو، وروسته نور سرتیري برید کونکي یاد مرکز ته ننوتل او په میشتو خارجیانو، چې ډیری يې امریکایان و بریدونه وکړل.
یاد میلمستون چې نارت ګیټ نومیږي، خارجیانو ته د اوسېدو تر څنګ لوجستیکي مواد، خواړه او وسلې برابروي او هم په دې میلمستون کې د میلمنو لپاره د عیاسۍ، فحاشۍ زمینې برابرې شوي.
طالبانو د یوې خبرپاڼي په خپرولوسره دعوه کړې چې په دې بریدونوکې له سلو ډیرو خارجیانوته مرګ ژوبله اړولې ده.
طالب چارواکو ویلي، چې برید لومړی د یو مزدا موټر بم په توسط ترسره شو او امنیتي تاسیسات یې له منځه ویوړل، وروسته نور طالبان هوټل ته ننوتل او په میشتو خارجیانو یې د سپکو او درندو وسلو برید وکړ.
ذبیح الله مجاهد وايي، برید تر اوسه دوام لري.
طالبانو ویلي، چې د نارت ګیټ میلمستون په کابل کې د امریکایانو په سرپرستۍ د بهرنیانو د عیاشۍ او فحاشۍ لوی مرکز وو او له هوټل څخهد عملیاتو ډګر ته خوراک، تېل، وسله او نور هر ډول شیان رسول ددوی دنده وه.
طالبان زیاتوي چې یاد مرکزکې به هره شپه له ۳۰۰نیولې تر۴۰۰پوري خارجیان اوسیدل
طالبان داهم وايي چې یادمرکزته څیرمه د ملکي وګړو کومه ودانۍ نږدې نشته ځکه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي احتمال ډیرکم دی.



