د تستر فتحه او د انس رضي الله عنه ژړا

ځواکمن طالب
د تاريخ کتابونو ليکلي چې انس بن مالک رضي الله عنه ته به چې هرکله د تستر فتحه ورياده شوه نو ژړل به يې، تستر دفارس يو محکم ښار وو… مسلمانانو پوره يونيم کال محاصره کړی وو..، چې وروسته دمسلمانانو لاس ته ولويد او ستره فتحه يې نصيب شوه، دا له هغو فتوحاتو څخه ده چې مسلمانانو پکې ډيرو سختو معرکو ته دانګلي…او دفتحه کولو لپاره يې ډيرې ستونزې او تکليفونه ګاللي و، …
نو چې داسې ستره فتحه وي انس رضي الله عنه ولې ددغې فتحې د يادولو پرمهال ژاړي؟
د تستر دکلا دروازه دسهار دلمانځه دوخت څخه لږه شيبه وړاندې فتحه شوه، اسلامي لښکرې کلا ته دننه ورننوتل، دديرش زرو مسلمانانو او پنځوس زره فارسيانو ترمنځ سخته جګړه ونښتله، ددې جګړې هرې ګړی له ځان سره مرګ راووړ، هره لحظه يې له خطره ډکه وه.
ډير ترينګلي حالات او حساس وخت وو، خو په پای کې الله جل جلاله مسلمانانو ته په دښمن باندې هيښوونکی بری ورپه برخه کړ، دغه فتحه د لمر له راختو لږه شيبه وروسته وو!!.
له فتحې وروسته مسلمانان پوه شول چې پدې سخته ورځ کې د سهار لمونځ ورڅخه قضاء شوی ددغې مشکلې ګړی کې چې ددښمن تورې دمسلمانانو په غاړه باندې ايښې وې مسلمانانو نشوای کولی چې دسهار لمونځ په خپل وخت کې وکړي.
خو انس رضی الله عنه بيا هم ژړل سره له دې چې په ټول ژوند کې يوځل دسهار لمونځ ورڅخه ضائع شوی، سره له دې چې انس معذور و، دمسلمانانو لښکر معذور وو، دمسلمانانو لښکر داسلام داعلاء لپاره په جهاد مشغول وو، خو بيا هم انس ژړل ولې ځکه چې يو عظيم عبادت ورڅخه ضائع شوی..
انس وايې تاسې څه پوهيږئ چې زه ولې دتستر دفتحې له يادولو سره ژاړم؟
له ما څخه پکې دسهار لمونځ ضائع شوی ، زه نه غواړم چې ددغه لمانځه په عوض کې ټوله دنيا راکول شوې وای!!
له دې ځای څخه موږ دا راز فهمولی شو چې زموږ اسلافو څنګه داسې ستر ستر فتوحات ترلاسه کول ؟
له موږ سره دسهار دلمانځه څومره قدر ده؟
هغوی خپل ځانونه په اسلام فدا کول خو بيا هم راضي نه وو چې پدې کار لمونځ ترې قضا شي او موږ دلس منټو خوب قرباني کولو ته نه يو تيار .!! نو بيا په کومو سترګو دالهي نصرت تمه کوو.



