سوریه: وسله والو د روسیې چورلکه ویشتلې ده

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۱) زرغون خوږیاڼی

د سوريې په شمال لوېديځ كې د حلب په ښار كې د روسيې د هوايي ځواكونو اړوند يوه چورلكه په میزایل وويشتل شوه او راوغورځيده. په چورلکه كې د درې تنو كار كوونكو په ګډون پينځه تنه روسي سرتيري وژل شوي دي.

د روسيې د دفاع د وزارت د چورلکې د غورځېدو پېښه منلې ده او ویلي يې دي، چې ددوی د هوایي ځواکونو یوه mi-8 ډوله چورلکه د سوریې په حلب ښار کې ویشتل شوې، خبر زیاتوي، چې په چورلکه کې د ۲ پوځي افسرانو په ګدون ۵ روسيي عسکر وژل شوي دي.

۳جبهة فتح الشام

پر ټولنیزو رسنیو کې د چورلکې یو زیات شمېر انځورونه او ویډیوګانې خپرې شوي، چې وژل شوي عسکر هم په کې ښکاري، د چورلکې شاوخوا وسله ګرځي او د الله اکبر چیغې وهي.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې یاده چورلکه په سوریه کې کومې وسله والې ډلې ویشتلې ده، خو څو ساعته وړاندې په سوریه کې د جبهة فتح الشام ډلې په اړه راپورونه خپاره شول، چې په حلب ښار یې ډله اییز برید کړی او د ښار کلا بندي يې ماته کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button