ترکیه په پاکستان کې د ګولن ښوونیزمرکزونه تړي

سرلیکنه

د ترکیې د فاع وزارت، کورنیو اوبهرنیو چارو وزارتونه په داخل د ترکیې او بهر د مخالف کودتاګر ګولن ټول فعالیتونه په پوره حکمت سره له منځه وړي، دا اقدام هغه وخت پیل شو چې په ترکیه کې د ناکامې کودتا ټول طرحه ګر او د ګولن پلویان ونیول شول.

د ترکېې هېواد په نړیواله کچه لومړی له پاکستانه د پاک ترک ښوونیزو او کلتوري مرکزونو د تړلو قدم پورته کړ، چې په پاکستان کې د کلونو راپدیخوا د پاک ترک ۲۶ښوونیزکلتوري مرکزونه د فتح الله ګولن لخوا اداره کیدل .

په پاکستان کې د ګولن لخوا په اداره کیدونکو ښوونیزو او کلتوري مرکزونوکې تر ۱۱۵۰۰ پورې زده کوونکي په زده کړو اولوست بوخت وو.

په اسلام آباد کې د ترکیې سفیر صادق بابر ګیرګین د پاکستان د بهرینو چارو د وزارت سره په تماس کې ویلي، چې یاد ښوونیز مرکزونه په بشپړ توګه نه تړي، دا مرکزونه به وروسته تر دې د ترکېې د ښوونې او روزنې په وزارت پوری وتړل شي.

د ترکېې د بهرنیو چارو وزیر احمد چاوش اغلو په نظرکې لري، چې په نږدې راتلونکې  کې د پاکستان جمهور رئیس ممنوحسین، د صدراعظم نوازشریف سلاکار سرتاج عزیز او یو شمیر نورو چارواکو سره د پاک ترک د ښوونیزو او کلتوري مرکزونو په اړه لیدنه وکړی.

احمد چاوش اغلو ګولن او دهغه پلویان په نړیواله کچه ترهګر یاد کړل او ویې ویل، چې د پاکستان او افغانستان په شمول په ټولو هغو هیوادونو کې، چې د ګولن د ګوند لخوا ښوونیز او یاکلتوري مرکزونه جوړشوي وي، د ترکېې د ښوونې او روزنې په وزارت پورې به ېې وتړي.

په ترکیه کې د اردوګان پلویانو او د ترکېې د چارواکو په وینا د فتح الله ګولن لخوا په لاره اچول شوې کودتا ناکامه کړه او د ګولن پلویان ېې ونیول؛ خو اوس حکمت دادی چې په بهر کې هم د ګولن پلویان له منځه یوړل شي.

د ترکېې د بهرنیو چارو وزیر افغان چارواکو سره هم د افغان – ترک په ښوونیزو مرکزونوخبرې کړي دي او غواړي، چې په دې اړه افغانستان ته هم سفر وکړي .

د ترکېې حکومت لکه څرنګه چې ېې پرخلاف پوځي کودتا د ولس په مرسته او ملګرتیا ناکامه کړه، دارنګه غواړي  د خپل مخالف ګولن د فعالیتونو مخه هم په حکمت سره ونیسي .

د معلوماتو له مخې د پاکستان او افغانستان په شمول تر یو ۱۴۰۰۰۰یو لک څلویښت زروزیات کسان د ګولن لخوا په بیلابیلو هېوادونوکې تر روزنې لاندې وو، چې د ترکې چارواکو په وینا د اړتیا پرمهال ېې د ګولن د مرستې امکانات برابرول.

د ترکېې د حکومت راز او حکمت پدې کې دی، چې یواځې فتح الله ګولن او د هغه کودتاپلوي ملګرو پرخلاف ېې د ترهګرۍ غږ پورته کړ، د ګولن په ښوونیزو مرکزونو کې ېې په چا د ترهګرۍ ګوته نه ده ایښې.

 کوم شمیر کسان چې د ګولن سره همکار وو، هغوۍ پښې سپکې کړي دي، په ښوونیزو مرکزونو کې ټولو زده کوونکو ته د ترکېې حکومت د درسونو د دوام بلنه ورکړې ده.

د ترکېې د حکومت دا سیاست افغانانو ته غوره بیلګ ده، چې دولت خپل ټول مخالفین وسلوال دي او که سیاستوال په خپله زیرکتیا او حکمت سره راخپل کړي، د هغوې د مخالفت مخه په حکمت سره ونیسي نه په عملیاتو،چې ولس پکې دل کړل شي.

وسلوال مخالفتونه په وسلو له منځه وړل کیږي؛ خو کوم مخالفت چې په سیاست له منځه یوړل شي هغه د دولت او ولس د دواړو په خیر تمامیږي.

هټلر چې د نړۍ د نیولو په نقشه کې ېې جګړه غوره ګرځولې وه؛ خو ورسره ېې لیکلي وو، چې د هرهېواد د لښکرو سره به د جګړې پر مهال له حکمته کار اخلئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button