د وردګو د چک برېښناکوټ بیارغونې تړون لاسلیک شو

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۲) زرغون خوږیاڼی

افغان حکومت له یوه افغان او یوه تاجکستاني شرکت سره د میدان وردګو ولایت د چک برېښناکوټ د بیارغاونې تړون په ارګ کې لاسلیک کړ.

په پام کې ده چې پر بند ۱۳ نیم میلیونه ډالر لګښت وشي، چې کار به یې درې کلونه وخت ونیسي.

اړوند چارواکي وايي چې تر بیا رغونې وروسته به برېښناکوټ ۴۰۰۰ کورنیو ته برېښنا ورکړي.داسې ښکاري چې نن سبا په افغانستان کې د بندونو د سروې ګانو، ارزونو او جوړولو بهیر څه ناڅه چټک شوی دی، ددې لړۍ د یوه نوي پرمختګ په ترڅ کې افغان حکومت له تاجکستاني شرکت (امید جلالیان) او افغان شرکت الهاشم سره د میدان وردګو د تاریخي چک بند د بیارغونې تړون لاسلیک کړ.

د افغانستان د برېښنا وزیر علي احمد عثماني وویل، په برېښناکوټ کې به درې برېښنا زیږدي یانې توربینونه لګول کېږي، چې ټول به ۳ اعشاریه نهه مېګاواټه برېښنا تولیدوي.

په دې اړه اشرف غني وویل: “سږکال به د تېرو ۱۰۰ کلونو په کچه برېښنا تولید کړو، اوس په پام کې ده چې د اوبو او برېښنا وزارت، تاجکستانی شرکت امید جلالیان او افغان شرکت الهاشم د تړون له مخه په دغه بند کې درې توربینونه ولګوو، هر نوی توربین به یو اعشاریه ۳ مېګاواټه برېښنا تولیدوي، چې په ټوله کې ۳ اعشاریه نهه مېګاواټه برېښنا تولیدوي. دا کچه د بند له لومړۍ برېښنا کچې ډېره ده، له دې برېښنا به د ۲۴ کلیو ۴۰۰۰ کورنۍ ګټه پورته کړي”.

اوس د چک بند دوه پخواني توربینونه ولاړ دي او یو یې تر اوسه روغ او  کارنده دی، چې لږه شان برېښنا تولیدوي.

د میدان وردګو والي ځونډی ګل زماني وویل، چې سیمه ییز خلک به دا برېښنا یوازې د رڼا لپاره نه کاروي، بلکې د کرنې او پوهنې په ډګرونو کې به هم ګټه ترې اخلي.

د افغانستان د مشرانو جرګې مرستیال حسیب الله کلیمزی، چې د میدان وردګو اوسېدونکی دی هم غونډې ته راغلی و، نوموړي وویل، چې د چک پروژې د بشپړتیا په نیت لا له مخکې سیمه کې امنیتي ګامونه پورته شوي” زه تړونوال شرکت ته سل په سلو کې ډاډ ورکوم، د میدان وردګو ټول خلک له تاسو سره ولاړ دي”>

دا پروژه د لګښت له مخه ډېره لویه نه ده او ایله ۱۳ نیم میلیونه ډالر لګښت پرې راځي، چې افغان حکومت یې له خپلې پرمختیايي بودیجې ورکوي،خو ولایتي ارزښت یې په دې کې دی، چې دا په میدان وردګو کې تر ټولو لویه ملي پروژه بلل کیږي.

 دا بند د افغانستان د لومړیو بندونو دی، چې ۷۵ کلونه مخکې د جرمني په مرسته جوړ شوی و، هغه مهال دغه بند ۳ اعشاریه درې مېګاواټه برېښنا تولیدوله، چې د کابل ګڼ شمېر کورونه او ان ارګ یې روښانه کړی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button