
دجنتي حورو میلمه یم ګوره مړ نه یمه (لنډه کیسه)
جواد څارګر
له جای نمازه یې مخ ددروازې لورې ته واړاوه، په کونځ مخ یې اوښکې کږې وږې روانې سوې، شونډې یې وګړبېدې او په غریو نیولي ږغ یې لمسۍ ته وویل:
پلوشې د انګړ دروازه خلاصه کړه، دجمعې شپه ده ملایان وایي دشهیدانو ارواګانې دهرې جمعې پر شپه خپلو کورنیو ته راځي.
پلوشې منډه واخیسته دروازه یې خلاصه کړه او انا ته یې ور ږغ کړ؛ انا پلار مې رښتیا کور ته راځي؟
دپلوشې انا په رېږدېدلو لاسو اوښکې پاکې کړې؛ نه بچۍ پلار دې نه راځي بلکې اروا یې راځي او موږ ټول ویني، حال مو اخلي، چې خیرات ورپسې وکړو، خوښ بېرته وګرځي او چې خیرات ورپسې ونکړو، خپه او دلګیر رانه ولاړ سي.
پلوشې شونډې بوڅې کړې؛ انا زما پلار ماته هیڅ وخت مینه رانکړه، تل به یې درواغ راته ویل، دپلار زموږ سره مینه نه وه ځکه رانه ولاړ او اوس هم اروا رالیږي په خپله نه راځي.
دپلوشې پر وړو ـ وړو خبرو دزړې انا له سترګو داوښکو دوه غټ څاڅکي د وړې لمسۍ پر مړوند وڅڅېدل
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دلاور څلور کاله وړاندې واده کړی و او همدا یوه پلوشه یې درلوده. له واده یوه نیمه میاشت وروسته، په شپنۍ چاپه کې نېول سوی او درې میاشتې کېدې چې له زندانه ایله سوی و.
دلاور به هر وخت روانو حالاتو ځوراوه
په مسلمانانو روان مظالم، او دمسلمانو زوانانو بېغوري ددلاور لپاره قابل برداشت نه وه.
یوه ورځ دلاور دلوی کلي دجومات له ملا امامه اجازه وغوښته او ممبر ته پورته سو:
کلیوالو! ما به پېژنئ؟ زه دهمدې کلي یم، پلار، نیکه او غورنیکه مې هم دهمدې کلي زېږنده او باشنده دي
زه له پنجابه نه یم راغلی او نه چېرې په خپل عمر پنجاب ته تللی یم
نه دین له پنجابه راغلی او نه موږ دپنجاب پر مذهب یو، قرآنکریم دټول انسانیت لپاره راغلی او احکام یې همچنان دټولو لپاره دي، که پنجابۍ پرې عمل کوي که امریکایۍ، زموږ ورور او زموږ تن او بدن دی.
امریکایانو پر موږ پسې ټوپک او ټانک راوړی، زموږ بچي پرې وژني، مساجد مو بمباردوي، په کورونو مو را اوړي او عزتونو مو دخړو موزو لاندې دل کوي
دداسې ظالمانو پر خلاف جهاد فرض عین دی، نه ده پنجاب حکم دی نه د اینجانب، بلکې قرآن راته وایي چې پورته سئ او پر خپل دین او وطن ننګ وکړئ.
سر له ننه زه د امریکایي ښکیلاک پر ضد، علانیه دجهاد اعلان کوم، او هغه څوک چې دقرآن پر حکم جهاد ته تیار وي زما سره دې تماس ونیسي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لږه موده وروسته پر دې کلي کې دلاور امریکایانو ته تر ټول مطلوب شخص وګرځېد او یوه شپه یې په چاپه کې ونېو
ددلاور سره یې کوم ثبوت ونه موند مګر بیا هم څلورکاله دزندان ناخوالو له کار او روزګاره وویست او بیا دعفوې یو فرمان دزندان دروازې ورته خلاصې کړې.
دلاور چې کور ته راغی هغه صحنه به یې تل سترګو ته ولاړه چې یو امریکایي عسکر یې له لاس قرآن واخیست، ایسته یې وغورځاوه او افغان عسکر ورته جامد ولاړ و
نه یې کوم ایکشن واخیست او نه یې غورځېدلی قرآن ورپورته کړ.
دلاور به له ځانه سره وویل
دا څنګه مسلماني ده چې نه پر وطن ننګ، نه په قرآن ننګ، نه پر خپل هیوادوال ننګ؟
دلاور ټوپک پر اوږه کړ، دمور لاسونه یې مچو او میرمنې ته یې وویل
ژوند راباندې بوج دی، قرآن مې دپښو لاندې کېږي، نوامیس مو لیلام دي، په کلیو او کوڅو کې مو سورمخي غربیان چکرې وهي او دوطن واک مو په پردیو لاسو کې دی
که شهید سوم مه راباندې ژاړه، د ادې او پلوشې خیال وساته او که ژوندی راغلی ستا وم ستا به یم.
دوې هفتې وروسته په یوه کټ کې دغوښو څو ټوټې پرتې وې، کلیوالو یو او بل ته ویل
دا دلاور دی، له جیټه یې وویشت، هډور زوان و مګر امریکایي بم مازې دغوښې څو بوټۍ کړ.
هم مهاله ددلاور له کوره ددې ترانې آواز لوړ پورته کېده:
دشهادت په خوب ویده یم ګوره مړ نه یمه
دجنتي حورو میــــلمه یم ګوره مړ نه یم.



