( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۲) زرغون خوږیاڼی
د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو لپاره د(M1151A1B1) او (M1152A1B2)ماډل ۱۶۷۳عرادې هاموې زغره وال موټر ورکوي.
د امریکا دفاع وزارت د یادو موټرو د برابرولو تړون د ای ایم جنرال کمينۍ سره د ۳۵۶ملیون ډالرو په ارزښت قرارداد لاسلیک کړ.
په دې قرارداد کې له اې ایم جنرال کمپنۍ (AM General) څخه غوښتل شوي چې ۱۲۵۹ (M1151A1B1) او ۴۱۴ (M1152A1B2) ماډل زغره وال موټر جوړ کړي.
ټاکل شوې دا، چې د اې ایم جنرال کمپنۍ به د ۲۰۱۷ د جولای تر ۲۹ پوري ټول زغرګاډي جوړ او ور وسپاري.
امریکا او د ناټو نورو غړیو هیوادونو تېره میاشت د پولنډ په وارسا کې ژمنه وکړه، چې تر ۲۰۲۰ م کال پوري به د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره ۴ نیم ملیارد ډالره مرسته کوي.
ویل کیږي، چې امریکا په تېرو ۱۵ کلونو کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر روزلو او تجهیزولو تر ۶۰ ملیارد ډالره زیات لګولي؛ خو د دغه هیواد ډېرې پیسې په قراردادونو کې د شفافیت د نشتوالي له کبله ضایع شوي دي.
















