دوستم د ترکیې له لومړي وزیر سره د بندو دروازو تر شا لیدنه وکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۲) زرغون خوږیاڼی

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال په انقره کې د ترکیې له صدراعظم سره د بندو دروازو ترشا خبرې وکړې.

د ترکیې رسمي خبري اژانس اناتولیا ويلي، چې د دغه هیواد لومړي وزیر ییلدرم  د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم سره د چانکایا په ماڼۍ کې  لیدنه وکړه.

د ترکيې د صدارت ماڼۍ  د خبر له مخې، لومړي وزیر بنعلي ییلدرم پدې لیدنه کې په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د کودتا د ناکامې هڅې  په اړه  د افغانستان د خلکو لخوا د ترکیې د دولت او ملت نه  د ښودلي ملاتړ له امله مننه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې په ترکیه کې د نامې کودتا پر ضد او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ننګه په کابل او جوزجان کې یو لړ لاریونونه هم وشول.

د ترکیې د خبري سرچینو له مخې ویل شوي، چې د ترکیې صدراعظم د ترکیې له ملت او دولته څخه د افغانستان د حکومت او ملت د ملاتړ مننه وکړه.

لومړي وزیر ییلدرم  پدې لیدنه کې  د افغانستان سره په هرو برخو کې د ترکیې د مرستو دوام  ژمنه وکړه او افغانستان د سولې او ثبات په اهمیت يي ټینګار وکړ. هغه وویل چې  افغانستان د ترکیې لپاره  یواځې  دوست  هیواد نه بلکې ورور هیواد دی.

د افغانستان مرستیال ولسمشر عبدالرشید دوستم په وینا، په سیمه کې  د ترکیې رول خورا مهم او اغیزمن دی هغه ویلي دي، چې  د متقابلو اړیکو د لا پراخولو په خاطر به  هڅو ته دوام  ورکړي.

تر اوسه دا معلومه نه چې، د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال ددغه سفر موخه څه وه؛ خو دا لیدنه  د مطبوعاتو نه د بندو دروازو ترشا  ترسره شوې ده.

سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، چې ترکیه د دوستم یواځینی د پناه ځای دی، چې کله هم د افغانستان حالت دده لپاره مناسب ونه بریښي نو د ترکیې په لور مخه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button