د نړۍ یواځینی ایالت چې اسلامي شریعت په کې پوره حاکم دی

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۲) زرغون خوږیاڼي

د اندونېزيا د آچه په نامه ايالت په اسلامي هېوادونو كې د هغو ګوتو په شمېر سيمو څخه شمېرل كيږي، چې په ټوليزه معنى په كې شرعي قوانين حاكم دي.

د آچه په خودمختاره ايالت كې، چې په ۲۰۰۱م كال كې يې د اندونېزيا د مركزي حكومت سره د سولې د تړون د لاسليكولو په پايله كې د شريعت د نفاذ په موخه رسمي اعلان وكړ، ټول اسلامي حدود تطبيقيږي.

په یاد اسلامي ایالت کې ښځو ته په حجاب کې د ګرځیدلو حق ورکړل شوی دی او هغه ښځې په غربي لباس، یا داسې لباس کې، چې د بدن اندامونه یې ترې ښکاري(پتلون) وموندل شي د قانون سره سمې نیول کیږي.

په انځور کې یوه ښځه وینۍ چې غربي لباس یې په تن دی، اندونیزیایی پولیس یې ستر پټوي
په انځور کې یوه ښځه وینۍ چې غربي لباس یې په تن دی، اندونیزیایی پولیس یې ستر پټوي

پدې وروستيو كې درې تنه پیغلې په عام محضر كې ځكه په درو ووهل شوې، چې د نامحرمو سړیو سره يې اړيكې درلودلې.

اندونیزیا

دا ښځې ددې ايالت په مركز بند آچه كې د الفرقان د نامتو جامع مسجد په انګړ كې په عام محضر كې په درو ووهل شوې.

اندونیزیا۳

د آچه په ايالت كې له واده وړاندې له نا محرمو سړیو سره هر ډول ليدنې كتنې او خواله جرم ګڼل كيږي او که چا دا کار وکړ، نو عاملينو ته يې هم په عام محضر كې سزا وركول كيږي.

اندونیزیا۴

 په دې ايالت كې الكولي مشروبات(شراب او نور مسکرات)، قمار او ورته نور ټولنيز جرمونه هم په کلکه توګه منعه دي.

كه څه هم ددې سزاګانو له امله د بشري حقونو يو شمېر ټولنې د اندونیزیا پر حكومت باندې نيوكې كوي، خو سيمه ايز خلك بيا د اسلامي قوانینو په پلي کیدو خوشحاله دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button