(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۴) زرغون خوږیاڼی
نن سهار د لغمان ولایت په مهترلام سیمه کې د ولایتي شورا د رئيس په موټر چاودنه وشوه، چې رئيس سخت ټپي شوی او یو ساتونکي یې ووژل شو.
د لومړنیو معلوماتو له مخې د هېواد په ختیځ کې د لغمان د ولایتي شورا رئیس پدې پیښه کې سخت ټپي شوی دی، چې اوس د لغمان ولایت عامه روغتون ته وړل شوی دی.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک پېښه تائيد کړې او ویلي يې دي، چې چاودنه نن سهار شا او خوا اته بجې د ولایتي شورا د رئیس طاووس عادل په موټر شوې، چې په ترڅ کې یې دده په ګډون ۹ تنه ټپیان شوي دي او د ولایتي شورا د رییس ۱ ساتونکی وژل شوی دی.
















