(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۶) زرغون خوږیاڼی
د کابل امنیتي چاراواکو په وینا، د ازرې- خاکجبار ولسواليو د لويې لارې د ساتنې قوماندان له خپلو ۴ نورو ملګرو سره د ماين په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.
د لوګر د والي وياند سليم صالح پیښه تائيد کړې ده، نوموړي وويل چې تېره ورځ ناوخته د لوګر د ازرې او د کابل د خاکجبار ولسواليو د لويې لارې د ساتنې قوماندان جګړن سيد ستار هاشمي له خپلو ۴ نورو ملګرو سره د ماين په چاودنه کې وژل شوی دی.
هغه وويل: دغه ماين طالبانو د خاکجبار د عمر کلي په سيمه کې ځاى پر ځاى کړى و، چې د قومندان ستار هاشمي موټر پرې وښوت، په نتیجه کې دغه قوماندان هاشمي او ۴ ساتونکي يې و وژل شول.
د لوګر د ولايتي شورا رييس سيد قريب الله سادات هم د پېښې د تاييد په اړه وویل، چې دغه ماين وسله والو طالبانو ځاى پر ځاى کړى و، چې قومندان هاشمي د ۴ ساتونکو سره په کې ووژل شو.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
















