سرليکنه
د کندزد امام صاحب او قلعه ذال ولسوالیو پرسر د دولتي ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ یوځل بیا دسختو جګړو راپورونه ترلاسه شوي دي.
د کندز ولایت امنیتي مسئولینو د دواړو ولسوالیو اوسیدونکوته ډاډ ورکړی، چې په یوه اونۍ کې به له یادو ولسوالیو څخه ټول وسله وال وباسي.
د یادو ولسوالیو پرسر د پیل شوې جګړې څخه دا اندیښنه شته، چې امکان لري د جګړې په دوام جګړه نورو سیموته وغځیږي.
د کندز امنیتي چارواکو د یادو ولسوالیو اوسیدونکو ته د طالب وسله والو د بریدونو د مخنیوي وعده ورکړي وه، چې امنیتي ځواکونه له سیمې د وسلوالو مخالفینو د ایستلو توان لري؛ خو د یوې اونۍ په دوام سره چې د ځمکنیو قواو ترڅنګ د طالب وسله والو پرخلاف له هوايي بمباریو هم کار اخستل کیږي.
تراوسه پورې دولتي ځواکونه نه دي توانیدلي، چې له وسله والو طالبانو اما م صاحب او قلعه ذال ولسوالیو خواوشا نیول شوې پوستې بیا ونیسي.
دامهال یواځې د کندز په ولایت کې نه، بلکې د هېواد د۳۴ ولایتونو څخه په ۳۳ ولایتونو کې په لنډه توګه وایو، چې بې له پنجشیره په ټول هېواد کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړي روانې دي؛ خو دا ویره شته چې د کندز ښار به یوځل بیا د طالبانو لاسته ولویږي.
د کندز امنیتي چارواکو منلې، چې د امام صاحب او قلع ذال پرولسوالیو او ترې خواوشا پوستوباندې سخته جګړه روانه ده او دا اندیښنه هم شته که جګړه دوام وکړي او دولتي ځواکونو ته په خپل وخت بیړنۍ مرستې ونه رسیږي دواړه ولسوالۍ ېې له لاسه تلونکي دي.
د کندز د ښاریانو سره د تیرکال په څیر ویره شته، چې که ولسوالۍ سقوط وکړي د کندز ښارسقوط به امکاني شي او د ښار اوسیدونکي به له کندزه کډو کولو ته مجبور شي.
د امام صاحب او قلع ذال د ولسولیو پر سرد جګړې څخه اندیښنه په دی مخ په زیاتیدوده، چې په بمباریو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، دا اوس هم دولتي چارواکي په بمباریو کې د وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي؛ خو ولسي وګړوته هم پکې مرګ ژوبله اوړیدلې ده.
د کندز چارواکي وايي، چې جګړې ته ېې تازه دمې قواوې لیږلي؛ خو څرګنده نه ده، چې تازه دمې قواوي به په خپله مرسته په کندزکې روانه جګړه مهار کړي او کنه ؟
دولت او طالبان دواړه خواوي د خپلو بریاو راپورونه ورکوي، خو دواړو خواوو دولت او طالبانو ته پکار ده، چې په جګړه کې بوختو خپلو وسله والو ته د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لارښوونه وکړي، ترڅو د تیرکال په څیر یوځل بیا ښاریان نورو سیموته په کډو کولو مجبوره نه شي.
















