(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۶) زرغون خوږیاڼی
له تیرو څو ورځو راهیسې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ پر ودانې او خواوشا امنیتي پوستو باندې د طالبانو لخوا سخت بریدونه روان دي، امنتي ځواکونه وايي، طالبان د ولسولۍ د نیولو هڅه کوي.
دواړه خواوې یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعاوې هم کړي دي.
د غزني چارواکو ویره ښودلې ده، که بیړنۍ مرسته ونشي ولسوالۍ به د طالبانو لاس ته ولویږي.
د غزني د ولايتي شورا رييس حميد الله نوروز رسنیو ته ويلي دي، چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې په اندړو کې سخته جگړه روانه ده او که جدي پاملرنه ورته ونه شي، طالبان به ولسوالۍ ونيسي.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل هم اندړو کې د درنو نښتو پخلی کړی دی. هغه وايي: «ښار کې د پوليسو د نه درلودو له امله يې پوليس له ولسواليو ښار ته ورغوښتي دي، همدا راز يې د امن سيمو پوليسو نورو سيمو ته استولي».
د غزني والي عبد الکریم متين وايي: «اندړو ته مو ښه ډېر ځواکونه لېږلي او طالبان هم ښه ډېر راغلي دي او جگړه روانه ده».
والي هم ویره څرګنده کړې ده، چې طالبان د ولسوالۍ د نيولو هڅه کوي.
له یادو جګړو څخه ملکي وګړي خورا اندیښمن شوي دي، دوی وايي ، له هر لوري د سپکو او درنو وسلو د ډزو له کبله له خپلو کورونو نشو راوتلی.
وسله والو طالبانو هم د اندړو ولسوالۍ کې د جګړو په اړه ویلي، چې په اندړو کې د سختو جګړو وروسته یې یو شمېر پوستې نیولي دي او لا هم جګړه روانه ده.
















