یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

یو کال وروسته حقائق څه دي؟

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 6, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
9
ځلې شریک شوی
112
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

زخمي افغان

تېر کال همدا شپې ورځې وې چې د اسلامي امارت د مؤسس او زعیم مرحوم ملا صاحب د وفات خبر ډاګیز شو، د هغې درنې شپې هیبت او وارخطایي مې اوس هم په یاد ده چې په لومړي ځل په یقین سره د ملا صاحب د وفات له حادثې خبر شوم. دا نو هغه خبره وه چې زما غوندې یو طالب یې له تصور څخه لړزېدو، مګر اوس د تقدیر فیصله وه چې باید په پټو سترګو مو منلې وای.

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ملا صاحب د وفات خبر داسې مهال ډاګیز شو چې د طالبانو تحریک د بل هر وخت په نسبت له سختو او څو اړخیزو ازمونونو سره مخامخ وو، د نړیوالو فشارونه چې طالبان یي په زور د خبرو میز ته کینول، د داعش او بغدادي بغاوتونه چې په اسلامي امارت یي له شا د خنجر ګوزارونه کول او د تکفیر کرغیړنه ټاپه یې را ایستلې وه،په همدې مهال کې د نامردو  همسنګرو تخلف چې داعش ته په اوښتو یي په امارت پسې زهرجن تبلیغات پیل کړي و، او په دې سرباری د دښمنو رسنیو تبلیغاتي جنګ چې درګرده یي شکونه او افواهات زیږول.

په همداسې شرایطو کې چې د امارت د مؤسس دوفات خبر اعلان شو، ورسره د طالبانود خوځښت په اړه د تبصرو، وړاندوینو او اټکلونو بهیر هم پیل شو، هر د ژبې او نظر خاوند دا پیشګویي صادره کړه چې نور نو د طالبانو خوځښت د انقراض منزل ته رسیدلی دی او زر ده چې د تاریخ برخه وګرځي.

د کابل د ټیلویزنونو له حرفوي او وزګارو صاحب نظرانو نیولې، بیا د وال سټریټ  او نیویارک ټایمز تر مبصرینو پورې ، ټولو په دې خبره شخوند واهه چې راتلونکی کال به د طالبانو د زوال او له منځه تګ کال وي. اوس مې هم په یاد دي چې په هغه ورځ په  کابل کې د شورای نظار ورځپاڼې ماندګار د خپل لومړني مخ نصف اعلی په دې عنوان نیولی و چې ( پایان پروژه طالبان) یعنی نوره نړۍ خو لا پریږده د شورای نظار په شان طالب پیژندونکو هم  دا خیال پلو واهه چې نور د طالبانو کیسه ختمه ده.

مګر هغه چې وایي څوک چې الله تعالی نه وي ختم کړي انسانان یي نشي ختمولی،تیر کال له شک پرته له ازمویښتونو ډک و، مګر لله الحمد الله تعالی د امارت مشرانو په تیره شهید منصور صاحب ته  داسې داریت او تدبیر ورنصیب کړ چې نه یوازې یي امارت د خپل سلف په شان وساته بلکې د بریا او داخلي استحکام مدارج یي هم طی کړل.

امارت په تیر کال کې نه یوازې په کور دننه سرتاسري توافق ترلاسه کړ، بلکې د داعش او نورو فتنو د بغاوت اورونه یي هم داسې مړه کړل چې بیا به ان شاءالله په ټول ژوند هم سر پورته نه کړي.اسلامي امارت په تیرکال کې خپل ټول منسوبین په عملي ډول تدریب او وروزل چې له امتحاناتو سره باید څنګه مقابله وشي او د فتنو په وړاندې سړې او تودې حربې باید څرنګه وکارول شي. په هر حال

اوس چې ددغه امتحاني پړاو له پیل څخه یو کال تیریږي راځئ وګورو چې د طالبانو د خوځشت په اړه  د نړیوالو رسنیو او صاحب نظرانو وړاندوینې رښتیا ختلي او  که هسې د دروغو اوتې بوتې ثابتې شوي دي.

که همدا نن د هماغو نړیوالو رسنیو تبصرو ته سر ورښکاره کړئ در معلومه به شي چې دغه رسنۍ نن سبا خپله په یوکال پخوانیو پیشګویانو باندې د بطلان کرښې راتیروي، وال سټریټ ژورنال لیکلي چې د طالبانو نوی مشر شیخ هبت الله اخند زاده توانیدلی چې د طالبانو داخلي درزونه له منځه یوسي او صف یو ځل بیا د داخلي قوت او استحکام پوړیو ته پورته کړي.

د ورلډ پوسټ په نوم امریکایي نشریه وایي چې طالبان د هر کله په نسبت په قوي دریځ کې دي، په دې وروستیو کې یي د نادعلي په شمول پراخې سیمې نیولي او لا هم د پرمختګ پړاوونه وهي.

دغه نشریه وایي چې امریکا د طالبانو د ځپلو لپاره ۶۵۰ ملیارده ډالر مصرف کړي دي، دغه راز د امریکا نورو متحدینو هم له دغې ډلې سره په جګړه کې ۱۵۰ ملیارده ډالرو څخه ډیرې پیسې لګولي دي، په دې سربیره امریکا او ملګرو یي  درانه ځاني تلفات هم ګاللي مګر له دې سره سره طالبان په پوره قوت مبارزه کوي او هره ورځ نوي پرمختګونه ترلاسه کوي.

د ورلډ پوسټ ورځپاڼه وایي چې طالبانو همدا اوس امریکا ته داسې سرخوږۍ وراچولی چې لکه په شلمه پیړۍ کې چې د ویتنام ویت کنګ مبارزینو وراچولی و، امریکایي چارواکي په دې جګړه کې هم بشپړ ګنګس شوي او د هغه قمارباز غوندې چې د ګټې په تمه ورسره پاتې پیسې په قمار اچوي خو پرلپسې هغه هم له لاسه ورکوي تر دې چې له بشپړ افلاس سره مخ کیږي امریکا هم درګرده د بریا په تمه افغانستان ته پیسې او پوځیان لیږي خو نتیجه یي یوازې ځاني او مالي زیانونه راوځي.

د طالبانو د بریاوو په اړه د رسنیو ننني راپورنه او تبصرې که څوک له یو کال پخوانیو وړاندوینو سره پرتله کوي نو په الهي تقدیر او نصرت یي عقیده نوره هم پخیږي او دا خبره ورته جوتیږي چې د انسان عقل ددې وړتیا نلري چې د راتلونکي سم اټکل وکړي، ځکه د نړۍ جریانات د تقدیر له فیصلو سره سم روان دي او یوازې هغه پیښیږي چې الله تعالی یي د پیښیدو فیصله کړي وي.

دغه حالت مو د راتلونکي په اړه نور هم امیدواره کوي او دا هیله راکوي چې الله تعالی به دا امتحان تیر او هرڅه به د مؤمنانو به خیر او بریا سره انجام کړي.لکه په تیر کال کې یي چې موږ ښکاره شواهد ولیدل.

وما ذالک علی الله بعزیز

مخکینې مطلب

کندوز: طالبانو د امام صیب په ولسوالۍ کې ۹ امنیتي پوستې نیولي

بل مطلب

غزني: اندړو ولسوالۍ کې جګړو زور اخیستی، د ولسوالۍ د سقوط ویره

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com