عزیر اسدخیل
د څه مودې راهیسې چې د پاکستان لخوا د افغان مهاجرینو د بیرته ستنولو کومه لړۍ پیل کړې ده، نو میډیا دا ټکی ډیر په شد او مدر سره تکراروي چې په خپله خوښه د کډوالو د ستنولو لړۍ پیل شوه، په خپله خوښه دومره شمیر کورنۍ بیرته هیواد ته ستنې شوې، او هره اونۍ دومره کډې په خپله خوښه خپل هیواد ته ستنې شوي دی، او جمله تر اوسه دومره کډې په روانه میاشت کې خپل هیواد ته ستنې شوي دی، او خپل وطن ګل وطن؟؟؟!!!
د حکومتونو نه خو خلک ګیله ځکه نه کوي چې تل خپل ملت ته درواغ وایی او د خلکو په سترګو کې خاورې اچوي، او له دې پرته بله چاره نلري ځکه چې د حکومتونو ګټې په همدې کې خوندي دي چې اوبه خړي کړي او ماهیان پکې ونیسي، خو د خلکو ګیله د میډیا څخه ده چې ځانونه بی طرفه هم ښئ او بیا هم د خپل ملت پر وړاندې زهرجن تبلیغات کوي او له حقیقت نه سترګې پټوي.
چې په ډانګ پیلې یې ووایو نو افغان مهاجرین هیڅکه دې ته حاضر نه دي چې په خپله خوښه خپل هیوادته ستانه شي که څوک ېې نه مني نو یوه عامه سروې دې صورت ونیسي، بیا به معلومه شي چې دا حکومتونه او د دوې په لاس کې غلامې میډیاګانې خپلو خلکو ته څومره ښکرور دوراغ وایي.
اوس پوښتنه دا راولاړیږي چې دا خو هم کوم ښه کار نه بریښي چې څوک خپل هیواد ته په خپله خوښه نه ستنیږی، هو! دا یو ښه سوال دی خو باید چې د دې سوال له مطرح کولو نه مخکې پر هغو اړخونو ژور فکر وکړو چې آخر افغان مهاجرین ولې خپل وطن ګل وطن ! ته د بیرته ستنیدو لپاره زړه نه ښه کوي؟
خو د دې پوښتنې په ځواب کې که یوه بله پوښتنه مطرح کړو او هغه دا چې آیا د خپل وطن نه یو پردي هیواد ته کډه کیدل به ډیر سخت کار وي او که خپل وطن ته ستنیدل؟ معلومه خبره ده چې پردي هیواد ته کډه کیدل ډیره سخته معامله ده او خپل وطن ته ستنیدل خو کومه سختي نه لري، ځکه چې خپل وطن ګل وطن.
افغانانو هغه مهال خپل خوږ وطن پریښود او پردي وطن ته یې د مهاجرت کډې په سر کړې او دا کړاوونه یې وګالل چې په خپل وطن کې یې دین، ناموس، عزت، ژوند، اقتصاد، خوندي توب، تعلیم او تربیه، کلی کور، پوله پټی د بې دینانو لخوا له خطر سره مخ شو نو دا یې وګڼله چې د دغو ټولو د خوندی کولو لپاره خپل ګران ټاټوبی ترک کړی او یو پردي هیواد ته کډه په سر شي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله له مکې معظمې نه مدینې منورې ته د هجرت هوډ وکړ نو یې د مکې خواته مخ کړ او ویې ویل چې ای مکې ! ته په ما ډیره ګرانه یې خو څه وکړم چې ستا دښمنان ما تا سره نه پریږدي. همغه و سره له دې چې بیا وروسته مکه فتحه شوه او د مسلمانانو تر ولکې لاندې راغله خو بیا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم تر مرګه پورې بیرته مکې ته کډه نه شو او د ژوند تر پایه په مدینه کې پاته شو.
زمونږ مطلب دلته افغانستان او پاکستان د مکې او مدینې سره مشابه کول نه دي، او نه کیدی شي، خو دا د هر باعزته او شریف انسان طبیعت دی چې په هغه ځای کې چې هلته د ده دین، ناموس، عزت، ژوند، اقتصاد، خوندي توب، تعلیم او تربیه، کلی کور، پوله پټی د خوندې کیدو تضمین نه وي نو له هغه ځایه ځان ساتي که هغه خپل هیواد وي او که د بل هیواد.
اوس چې په پاکستان کې د افغان مهاجرینو یواځې عزت ته د رسیدو خطر پیدا شو او پوهیږي چې په خپله خوښه یې څوک ژوند ته نه پریږي او جبرا یې باسی، او کنه نو له بې عزتۍ سره مخ کیږي، نو له ځانه سره وایی چې زه خو د عزت د خویندیتوب لپاره پاکستان ته راغلی وم نو مجبور یم چې ځان او خپل اهل او عیال له بې عزتۍ نه بچ کړم او په عزت ته خپل هیواد ته بیرته کډه شم خو په خپله خوښه هیڅکله نه تلم نه ځم او نه به ولاړ شم. ځکه چې په خپل هیواد کې هم راته د بې عزتۍ خطر لا هم سره چراغونه راکول کیږي، خو که فرضا که د افغانستان حکومت هم د بیرته ستنو شویو افغان مهاجرینو تیرو ملاحظاتو ته په بې غورۍ سره د بې اعتنایۍ چلند وکړ نو شونې ده چې همدغه افغان مهاجرین به یو ځل بیا د دغو ملاحظاتو د ترلاسه کولو پورې خپل جد او جهد ته دوام ورکړي.
نو آیا افغان مهاجرین په خوښه ستنیږي او که په جبر؟ افغان مهاجرین زخمي زمري ته ورته دي چې که تر دې نور زیات چا وزورل پایلې به یې خطرناکې وي.

















