(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۷) زرغون خوږیاڼی
په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړو زور اخیستی.
د هلمند ولایت استازي خبر ورکوي، چې د دې ولايت په ګڼو ولسواليو وسله والو طالبانو خپله ولکه ټينګه کړې، جګړه له ولسواليو راتېره د لښکرګاه ښار تر څنډو نږدې شوې او وسلوال طالبان کرار کرار ياد ښار تر محاصرې لاندې نيسي.
دفاع وزارت وايي، چې د هلمند جګړې د کنترولولو په هدف يې په دې ولايت کې ۴ عمليات پيل کړې او له کابله يې هم په جګړه کې بوختو امنيتي ځواکونو ته مرسته ورلېږلې.
طالبانو ویلي، چې د هلمند ښار لښکرګاه ته ۱۸ کیلو متره نږدې شوي دي او شاوخوا ددوی وسله وال ځای پر ځای شوي دي.
طالبانو وايي، چې نور افغان ځواکونو مورال بایللی، ملت د اربکیانو له ناسمو کړنو په تنګ شوی، اوس ملت د طالبانو سره ولاړ دی او ده يې د ځان لپاره ښه موقع بللې ده.
د هلمند ولایت د ولسي جرګې غړې نسیمه نیازۍ رسنیو ته ویلي، چې ددې ولایت په زیاتو ولسوالیو طالبان حاکم دي، طالبانو جګړه له ولسوالیو راتیره کړې او د لښکرګاه ښار تر څنډو رارسیدلي دي.
















