(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۷) زرغون خوږیاڼی
تیره ورځ ناوخته په لغمان ولایت کې طالبانو د محلي پولیسو پر پوستو برید کړی، چې په کې د اربکیانو د قومندان په شمول ۳ پولیس وژل شوي دي.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک د پېښې په تائيد وویل، چې تیرماښام د لغمان مرکز سره نږدې په حکیم اباد سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښته شوې، چې په کې د لغمان د د اربکیانو مشر قومندان سید احمد وژل شوی دی.
امنیتي چارواکو د ۲ نورو اربکیانو د وژلو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د سیمې اوسیدونکي وايي، چې چې په یاده نښته کې دوه نور اربکیان هم وژل شوي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د یاد برید مسوولیت منلی او وايي، چې په یاده نښته کې د لغمان د اربکیانو د مشر ترڅنګ ۲ اربکیان هم وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
















