(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۷) زرغون خوږیاڼی
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یو مطلب کې ویلي، چې د طالبانو د هلمند ولایت جګړو ته خپل کومانډویي ځواک لیږلی، ورځپاڼه وايي، چې طالبانو خپل جګړييز تکتيکونه ښه کړي دي، څو د دولتي ځواکونو له تکتيکونو سره سيالي وکړي.
ورځپاڼې ویلي، چې د طالبانو یاد کمانډويي ځواک اوس سوونو ته رسیږي.
ویل کیږي، چې طالب جنګیالیو خپل سرتیري بریدګر(فدایان) اوس د تعروضي عملیاتو لپاره تیاروي، چې د جنګ په لومړیو کرښو کې له دښمن سره جنګیږي، دوی دې ځواکونو ته د سرې قطعې نوم ورکړی دی.
د طالبانو د سرې قطعې غړي نښه ویشتونکي یا سنایپران لري، چې د جګړې په مهال د نورو طالبانو ملاتړ کوي، ددوی مخونه پټ وي، د شپې دوربینونه او عینکې هم لري، په پوځی یونیفورم سمبال او د اوسني وخت یو څه پرمختليي وسایل هم لري.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدارازق وايي«په دې حقیقت سترګې نه شو پټولی. طالبانو خپل تاکتیکونه بدل کړي او دا نوې ډله یې، چې جنګي مهارت او ښې وسلې لري، د دوی نوی تاکتیک دی.»
همدارنګه اسوشیتید پریس خبري اژانس ويلي، وسله والو طالبانو هلمند ته خپل خاص ځواکونه یا کومانډو لېږلي، چې په وروستیو کې یې روزلي دي.
اسوشیټید پریس خبري اژنس ویلي، چې د طالبانو یو قوماندان، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل«د دغو کومانډويي ځواکونو شمېر په لومړیو کې ۲۰۰ تنه و خو اوس ۳۰۰ تنو ته رسېدلی دی. د دې ځواک نوم (سره قطعه) دی.»
اژانس د طالب قومندان له قوله لیکي:«دغو خاصو ځواکونو ښه نتیجه ورکړې او اوس موږ په دې غور کوو چې د دغه ځواک شمېر زیات کړو.»
اسوشیتید پریس خبري اژانس په هلمند کې د چارواکو له قوله وايي، چې په کندهار او زابل ولایتونو کې د طالبانو پخواني عملیات دغو ځواکونو کول، چې اوس یې شمیر سلګونو ته رسیږي.
د هلمند د ولایتي شورا مرستیال عبدالمجید اخوندزاده خبري اژانس ته ویلي: «د طالبانو دا خاص ځواک د سږ کال په لومړیو کې د سنګین ولسوالیو ځینو سیمو ته راولېږل شو او په جګړه کې د هغه بریالیتوب سبب شو، چې اوس یې شمېر ۴۰۰ تنو ته زیات شي.»
اخوندزاده همداراز وايي، د طالبانو دا نوې قطعه د شپې عینکې هم لري.
اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، د افغانستان د ملي اردو قوماندانان هم تاییدوي چې دوی اوس له منظمو او ماهرو طالب جنګیالیو سره په جګړه کې ښکېل دي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس ته د سنګین ولسوالۍ یوه سپین ږیري کاکو اغا ویلي، چې د طالبانو د سرې قطعې ځواکونه ډېر ماهر دي، یوازې په ۴ تنو یې د ۲۰ پولیسو پوسته ونیوله.
د هلمند د ولایتي شورا ريیس کریم اتل او همدارنګه عبدالجبار قهرمان ویلي، چې په وروستیو اوونیو کې له طالبانو سره په جګړو کې تر ۶۰۰ ډېر امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

















