اسدبری
له تېري یوې اونۍ راهیسي طالبانو دهلمند په ګڼو ولسوالیو کې پراخ بریدونه پیل کړي دي ، له همدې ولسوالیو څخه یوه یې د نادعلي مرکزي ولسوالي ده چې مرکز لښکرګاه ته تر ټولو نژدې ولسولۍ ګڼل کیږي.
له تېري ورځي راهیسي رسنۍ او دهلمند ځایي چارواکي دهلمند په جګړه کې د طالبانو دسرې قطعې نوم اخلي دا چې دا سره قطعه څوک دي او هلمندي ولس ته څومره محبوبه ده ښه به وي چې دهلمند دقطعاتو په هکله خپل معلومات او د تېر کال خپله یوه خاطره درسره شریکه کړم .
تېرکال تر دغو شپو ایله څو شپې وړاندي چې طالبانو د شمالي هلمند د تصفیې په لړ کې دنوزاد د مهمي ولسوالۍ دنیولو تکل کړی وو نو د خپلو ژورنالیستیکو وظایفو په لړ کې ما او یوه بل ملګري مې نوزاد ولسوالۍ ته د تګ اراده وکړه ، بالاخره هغه ورځ مو د نوزاد ولسوالۍ مرکز ته ځان ورساوو چې یوه شپه وړاندي مجاهدینو دولسوالۍ مرکز نیولی و. دا مهال دولسوالۍ مرکز ته په لږه فاصله کې دکندهار دامنیه قومندان رازق لنډغر پاته وو چې بیرته د ولسوالۍ دنیولو خوبونه یې لیدل .
ماسپښین مهال و چې دجګړې له کمربند څخه لږ وړاندي د سرې قطعې دمجاهدینو مرکز ته ورسېدلو د نوزاد ولسوال چې دتعرضي برید په تیاري او دمجاهدینو په اکمال بوخت وو حال ورکړ چې موږ را ورسېدو هغه سمدستي مجاهدینو ته لار ښوونه وکړه چې دجګړې سیمي ته مو ورسوي زموږ له روانېدو لږ وروسته جګړه پیل شوه جګړه نو داسي جګړه وه چې دتوپونو او نورو درنو وسلوغړمبهار طبعاً څه تنده لري.
دجګړې لومړۍ کرښي ته په رسېدو مو په لوړ بام مجاهدین ولیدل زما ملګري موټروان ته وویل بس همدلته به موږ کښته شو تاته اجازه ده بام ته چې ور پورته شولود هلمند د قطعې مشر حاجي ملا مشر اخند په یوه لاس کې یې مخابره بل لاس کې یې دوربین دی په ورتګ مو بې اندازې خوښ شو موږ هم دده په لیدلو کافي سکون ترلاسه کړ .
دنوموړي پوځي وړتیا او بې تکلفه ژوند زه بالکل هیښ کړم ، له ځان سره نژدې یې دمجاهدینو یو څوکسیز ټولی خاص په دې ګمارلی و چې د دښمن مخابروي تماسونه کشف کړي او په حال یې دی خبر کړي .
خو مازیګر تر لمانځه ښه مخکي یې د رازق لنډغر په شا وتمبول له بام څخه را ښکته شولو او دفتحه شویو ځایونو ور تګ ته روان شولو زما له مشر ملګري سره یې دمخ په سیټ کې په کښېناستلو ټینګ شو خو هغه نه ورسره ومنله بالاخره دوی دواړه دشاسیټ ته وختل او زه دمخ په سیټ کې کښېناستم ښه شیبه وګرځیدو اود فتحه شویو سیمو له لیدلو وروسته را وګرځېدلو
نو دا هلمند دقطعاتو عمومي مشر او دسرې قطعې چې دسنګين ولسولۍ قطعه ده قومندان دی.
د نوموړي یو نژدې ملګری چې وروسته یې زموږ موټروان مقرر کړ له ډېرو خاطرو یوه دا خاطره هم راسره شریکه کړه چې :
کله چې له سنګین ولسولۍ څخه راروان شولو د نوزاد ولسولۍ یوه بازار چې دولسوالۍ له مرکز څخه وړاندی دی
اوهرمز په بازار مشهور دی راورسیدلو ټول لس موټره مجاهدین وو دهرمز بازار ته په رسېدو زه له موټر څخه ښکته شوم تر څو مجاهدینو ته یخي اوبه نوشابې را وخلم دکان ته ورغلم دکاندار څخه مي دوه کارتنه بوتلان را وا خیستل د پیسو د ورکولو په وخت کې په دکان کې ولاړ یو بل کس راته ووویل ملاصاحب بس ته کارتنان درواخله حساب زه ورکوم ویل کارتنان می را واخیستل بوتلان مي په مجاهدینو وویشل وروسته مو موټران یوه پمپ ته ودرول چې تېل ور واچوو کله چې وروستی مو ټر هم ډک شو په پمپ باندي ولاړ بل کس وویل چې ملاصاحب تاسي ته اجازه ده حساب زه ورکوم دحاجي ملا مشر اخند دغه ملګري ویل چې هرمز ته زموږ په راتګ سره دا آوازه شوه چې سره قطعه راغله د نوزاد دنیولو لپاره .
نو د هلمند سره قطعه چې ما خپله ولیدله او له قومندان ملا مشر اخند سره یې ډیر وخت پاته شوو او حتی په عملیاتو کې مو ورسره شرکت وکړ، دوی هم د نورو مجاهدینو غوندې دهلمند ولایت ځایي مجاهدین دي چې دښو بریاوو او پرمختګونو له امله ورته ولسي وګړو د سرې قطعې نوم ورکړی دی او اوس چې دښمن دغه نوم واوري نو د نوزاد، سنګین او نادعلي په څیر ولسوالۍ تر شا پریږدي او د لښکرګاه په خوا مزل لنډوي.
اسلامي امارت په دې وروستیو کې په جګړه ایز تاکتیک کې تغیر راوستلی چې یو له مهمو تغیراتو یې دادی چې په هر ولایت کې یې قطعات تشکیل کړي دي،چې په جهادي بریاوو یي ښه اثر کړی دی.

















