راټولونکی : انس کابلي
حضرت فاطمه رضى الله تعالى عنهــــا، درسول الله صلى الله عليه وسلم کــشره لوروه اودشيرخدا حضرت علي کرم الله وجهه ، زوجه مطهره وه،په رسول اکرم صلى الله عليه وسلم بې حده ګرانه وه ،وئل به ئې فاطمه رضى الله عنها ،زما دبدن ټوټه ده، الله جل جلاله ،حضرت فاطمې رضى الله عنها ته ډيره زياته حـــياء ورکړې وه ،رواياتو کې رازي چه مزل به ئې درسول اکرم صلى الله عليه وسلم، په څير کاوه ، ناسته ولاړه خبرې هرڅه ئې جناب محمدرسول الله صلى الله عليه وسلم ته شوي وه،له ډيرې حياء به ئې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته نشـــو کتلى.
کله چه رسول اکرم صلى الله عليه وسلم ، وفـــات شو ترحد زياته غمجنه وه او وئل به ئې:
صبت على المصائب لو انها، صبت الى النهار صرن لياليها،
ماته داسې مصائب ورسيدل که ورزو ته ورسيږي نوشپې به ورنه جوړې شي.
سبحان الله
ولې به نه ول رسول الله صلى الله عليه وسلم به چه کله چيرته په سفر تله نو اخر کې به ددې کور ته راغى او وه به ئې ليده ،اوکله به چه سفر نه راغى نو اول به ددې کورته راغى او دابه ئې وليده.
کله چه درسول الله صلى الله عليه وسلم، دتدفين مراسم شروع وه ،نو دابهر ولاړه وه اوهغه دچارۍ ګانو اوازونه ئې اوريدل چه په رسول اکرم صلى الله عليه وسلم باندې خاورې اړول کيږي؛ په دې وخت کې حضرت انــس رضى الله عنه راووت او بلچه ئې په اوګه ده حضرت فاطمې رضى الله عنها ورته وويل چه تاته حيــاء نه درته چه زما په پلار دې خاورې اړولې ؟
په دې وخت کې دواړه په ژړا شول ، روايت کې رازي چه کله دقيامت ورز شي نو اواز به وشي چه اوو دمحشـر خلکو مخ بل طرف ته واړوۍ چه درسول الله صلى الله عليه وسلم کــشره لور حضرت فاطمه رضى الله عنها جنت ته داخليږي.
سبحان الله
له رسول اکرم صلى الله عليه وسلم نه شپږ مياشتې ورســته وفات شوه ،په داسې حال کې وفات شوه چه غسل ئې وکه او په خپله حويلۍ کې په راستان څملاسته مخ ئې قبلې ته که يو لاس ئې سر لاندې که بل لاس ئې په خپل بدن واچاوه،او روح ئې خپل حقيقي مالک جل جلاله ته و سپاره.
دقبر په باب ئې روايات مختلف دي چه چيرته ده؟
درې زامن ئې وه ،حضرت حسن رضى الله عنه،حضرت حسين رضى الله عنه اوحضرت محسن رضى الله عنه ،چه په ماشوم توب کې وفات شو، او دوه لوڼې ئې وي حضرت زينب رضى الله عنها ، اوحضرت ام کلثوم رضى الله عنها.
انا لله وانا اليه راجعون

















