مایکل مالوف د کندز پر روغتون د امریکا حمله ستره تېروتنه وبلله

کابل ټکی کام ۱۴میزان/۱۳۹۴

احمدالله مهاجر

تېره اونۍ د کندز پر روغتون د امریکایي الوتکو لخوا برید ترسره شو چې پکې ۵۶عام وګړي، ډاکټران او کارکوونکي ووژل شول او تر ۲۰۰پورې نور ټپيان شول.

دا چې دا حمله په نړیواله توګه وغندل شوه، نو امریکا هم له افغان ځواکونو څخه پرده پورته کړه او ویې ویل چې دا حمله د دوی په غوښتنه ترسره شوې ده.

خو بیا هم د امریکا یو پخوانی چارواکی مایکل مالوف بېګاه له پرېس ټي وي سره په خپلو خبرو کې وویل، «سره له دې چې افغان ځواکونو له امریکایي ځواکونو څخه د کندز پر روغتون د بمبار غوښتنه کړې وه، بیا هم امریکا ملامته او د دې حملې مسئوله ده.»

مایکل مالوف د عامو افغانانو په وژنه هم خواخوږي ښکاره کړله.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button