ماخوپه ژوندکي هم والله که تر دوي عزتمند خلک ليدلي وي

ډاکټره مریم ندا
کله چي کندز سقوط وکه او درژيم چارواکو ځانونه له کندز نه په تيښته ويستل، نو مونږ دا باور درلوده چي اوس به طالبان ټول کندزيان ووژني حتي زنانه او ماشومان به هم ووژني ځکه چي مونږته به داخبري په تکرار سره کيدي چي طالبان له پلوه انسان وژنه کوي خداي شته چي له ويري نه مي ځان نشو تکيه کولي, اوداسي مي انګيرله چي همدا دي دژوند آخرنۍ صحني دي او اوس به دکور ټول خپلوان له لاسه ورکوي او ستاپه مخ کي بيي طالبان ووژني, ولي چي مونږته داڅوارلس کاله همدا سرنده غږول کيده اوډيرغم خو ماسره دهغه ورور وچي په ميلي اردوکي يي دظابط وظيفه اجراکوله. هغه په بالاحصار کي محاصره و خو مونږ په اول سر کي نه وو خبر چي هغه محاصره دي.
خبره نه اوګده وم پدي وخت کي طالبان زمونږ په ګلۍ کي تيريدل ماشومان او سړي ورووتل ماله دوهم چت دکړکۍ له شيشي نه ورته کتل چي طالبانو خلکو سره رغبړکول ستړي مشي يي کولي او ماشومان يي په غيګوکي واخستل او زيات شفقت يي پري کاو اوخلکو هم ورته ښه راغلاست ويل زه حيرانه پاته شوم چي داخو نه وژل کوي اونه هم چاته بده خبره کوي اونه دچا مال لوټي نه خلک وهي داڅوک دي دابه طالبان نوي, داخلک ولي نه وژني.
ماخوهغه قيسي په ذهن کي وي چي مخکي به مي له خلکو اوريدلي, چي طالبان عام وژنه کوي خومکملي درواغ وختي. ددوي اخلاق او په اسلامي چوکاټ برابره تګلاره مي چي وليده, تر ابده به دچاپه خبرو باور ونکړم ترڅومي خپله نوي ليدلي.
طالبان همداسي زمونږ په ګلۍ ووتل او مخکي لاړل, ماسره دورور غم وو چي په وظيفه کي هم و خوغالب ګمان مي داو چي هغه به ځان ايستلي وي او دميدان هواي په لور به خلاص شوي وي په زړه کي مي بياهم انديښنه ؤ خوځان اوکورنۍ ته مو ډاډ ورکاو چي هغه به اوس تليفون جګ کړي او راته به ووايي چي زه په هواي ميدان کي يم, خوداسي ونشول کیسه بل رقم وخته لګه شيبه پس يي تليفون جګ کړ او پلار سره مي وغګيده چي زه خو په بالاحصارکي محاصره يم, ټوله کورنۍ موپه ژړا پيل وکړ او دطالبانو دناکاميدو دوعا مو شروع کړي دورور دخلاصون لپاره، چي اوس سخته پښيمانه يمه په هغه ښيرو چي ما طالبانو ته کولي چي ورور مي بچ شي. دوه ورځي محاصري نه وروسته چي طالبانوسره يي مقابله کوله داراته يقيني شوه چي اوس خو يي ژوندي نه پريګدي او وژني يي راته خامخا؛ ولي چي جنګ ورسره کوي.
پس له دو ورځو دطمعي خلاف کار وشو, طالبان وروختل بالاحصار يي ونيوه او 52کسان زمادورور په شمول يي ژوندي ونيول او لاندي يي راکوز کړل ټولوته يي معافي وکړه او يو رقم کارتونه يي هم ورکړل چي تاسوته به څوک هيڅ هم نه واي او خپلو کورونو ته لاړ شي په ارامه زندګي تيره کړي تاسوته عفوه وشوه, زمونږطرف نه, اوله خداي ج نه دتيرو ګناهونو او ظلمونو بښنه وغواړئ! هغه ؤ چي ورور مي کورته راغي او جوړ تيار سلامت راورسيده. زه دطالبانو دا احسان ترقيامته هم نه هيره وم اونه به هغه خبري ومنم چي مخکي به خلکو راته کولي, مونږتري راضي يو الله ج دي له دوي اومونږ ټولونه راضي ووسيی او داچي کوم خبرونه رسنۍ خپره وي چي طالبانو چور وکړ ياي خلک بي ګناه ووژل او ياي بدناموسي وکړه په کلکو ټکو ردوم, دا درواغ دي هيڅ هم ندي شوي. له حکومت نه دطالبانو رحم او عزت په څو چنده زيات ده, که حکومت خپله ناکامي پدي خبرو پټه وي خو نه پټيږي, داخلک خو يي مخامخ ويني ولي حکومت ولس ته درواغ واي, زمونږ عزت ولي دخلکو په وړاندي برباده وي.
طالبانو سپيني څيري له سرونوتاوکړيدي او ناري وهي ياشريعت اوياشهادت هغه څنګه جنسي تيري وکي راشي دکندز خلکونه خوپښتنه وکړي, کله داسي شوي دي؟
ولي حکومت زمونږ عزت برباده وي, دټولو کندزيانو عزت تاسو په تلويزنونو اوراديوګانو په درواغو برباد کړ,خداي ج به سزا درکړي, بياهم يادونه کوم چي طالبانو په کندز کي نه دچامال چورکړي ده او نه يي هم دچا عزت چورکړي ده نه دچاپه کور ننوتلي دي داهسي دحکومت پروپاګنډ دي, والله له هرچانه زيات عزتمند خلک دي ماخوپه ژوندکي هم والله که تر دوي نه عزتمند خلک ليدلي.او نمي له دوي نه آمينين خلک ليدلي وي, وسلام



