د شپږیزې سیالۍ لومړۍ لوبه کې بند امیر سپین غر بازانو ته ماتې ورکړه

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۹) زرغون خوږیاڼی

نن د زمري په ۱۹ د کرکټ شل اوریزې شپږیزې سیالۍ کې د مرکزي زون بند امير لوبډلې د ختيځ زون سپين غر لوبـډلې ته ماتې ورکړه.

دا لوبې د هیواد د ۵ زونونو لوبډلو لخوا د کابل په الکوزي نړيوال کرکټ لوبغالي کې پيل شوې دي.

ددې سیالیو لومړۍ لوبه د بند امیر او سپین غر بازانو تر منځ ترسره شوه، چې بند امیر بریا تر لاسه کړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وويل، چې د دې لوبې پچه د سپين غر کپتان حميد حسن وګټله، خو لومړى يې د بند امير لوبډلې ته د لوبې بلنه ورکړه.

د بند امير لوبډلې په ٤٥ منډو کې څلور پياوړي لوبغاړي له لاسه ورکړل، خو وروسته لوبه حشمت الله شهيدي او نبي عيسى خېل په زړه پورې کړه او د خپلې لوبډلې منډې يې په ٢٠ اورونو کې ١٦٤ ته يې ورسولې او سپين غر ته يې د ١٦٥ منډو هدف ورکړ.

نبي عيسى خېل د شپږو شپږيزو پر وهلو بریالی شو او ٨٣ منډې یې جوړې کړې،همدارنګه حشمت الله شهيدي ٥٠ منـډې جوړې کړې.

د سپين غر توپ اچوونکو له خوا افتاب عالم ۳، فريد ملک او ظاهر شېرزاد يو يو لوبغاړي وسوځول.

د سپين غربازانو ښه لوبه ونه کړه او ياد هدف یې ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په ۱۹ اوورو کې په ١٢٣ منډو وسوځېدله.

د بند امير له لوري نوين الحق ۳ او نصرت الله ۲ لوبغاړي وسوځول او د ۴۱ منډو په توپير یې دا لوبه وګټله

نن به دويمه لوبه د امو او کابل بازانو ترمنځ ترسره کېږي، د لوبې پچه اضغر ستانکزي وکټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button