افغانستان د بروکسل غونډې ته د ناڅرګند برخلیک په تمه

د یوې اوونۍ راپد ېخوا دولت د بروکسل غونډې ته په خپل چمتو والي بوخت دی.

اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله تیره ورځ په کابل کې یوې مطبوعاتي غونډې ته وویل: دولت له ولس سره ژمنې کړي دي او د خپلو کړو ژمنو د پوره کولو لپاره د بروکسل غونډې ته چمتوالی نیسي.

د ملګروملتونو لخوا وخت په وخت د افغنستان په اړه په بروکسل کې غونډه کیږي او له افغان دولته د حکومتولۍ روڼ حساب، د قانون په حاکمیت کې لازم قدمونه، د ښې حکومتولۍ اړونده کارونه او بیلګې، له فساد ضد مبارزې لاس ته راوړنې، د ښځو د حقوقو په اړه رغنده رول، د بشرد حقوقو تامین او د ښې حکومتولۍ لپاره د ظرفیتونو د لوړوالي په اړه معلومات غوښتل کیږي، چې له ارزونې وروسته ملګري ملتونه د افغانستان په اړه د برخلیک ټاکلو پریکړه کوي.

ډاکټر عبدالله په کابل کې خبري غونډه کې بروکسل غونډې ته د خپل چمتو والي ډاډ ورکړ؛ خو د حکومتولۍ څخه نیولې تر امنیتي حالاتو پورې ټولو برخو کې د بروکسل په غونډه کې د پوښتنو ځواب ځکه نه شي ویلی، چې د تیر کال په نسبت په سږني کال کې دولت د ګړنګ پر سر ولاړ دی.

دولت چې د واک ترلاسه کولو په سر کې د نړیوالې ټولنې او افغان ولس سره کومې ژمنې کړې وې، یوه ېې هم نه ده پوره کړې.

د افغانستان په اړه د بروکسل غونډه  د راتلونکي اکتوبر په څلورمه او پنځمه نیټه   په بلجیم کې جوړیږي، چې کوربه توب به ېې د اروپایي ټولنې په غاړه وي.

افغان چارواکي د بروکسل برخلیک ټاکونکې غونډې ته ډیر لیواله دي، چې که د افغانستان سره په غونډه کې د۷۰هیوادونو مشران او استازي د مالي او سیاسي بحث وروسته څه نتیجې ته ورسیږي، د افغانستان په اقتصاد کې به نوې ساه  وچلیږي او که روڼ حساب ورنه کړل شو، بیا خو په تش لاس هیڅ نه کیږي. دولت د بروکسل غونډې ته زیاته تمه لري، چې له ۲۰۱۷څخه تر۲۰۲۰ میلادي کال پورې به نړیوالې مرستې ترلاسه کړي.

د افغان چارواکو کړنو ته چې وکتل شي، نړیوالې ټولنې او افغان ولس سره ېې کړې ژمنې نه دي ترسره کړي، نو ستونزمنه ده چې ولسمشر او اجرائیه رئیس  د خپلو اختلا فاتو په نتیجه کې د بروکسل غونډې قناعت بښونکي ځوابونه ووايي او هغه څه لاس ته راوړي کوموته چې دوی سترګې په لاره دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button