وصال
په لیسې کې مې د استاذۍ لومړی کال وو.
څلور نیمې میاشتنۍ ازموینې پیل شوې،غالبا اتم صنف سره مې امتحان وو.
سهار راته د لیسې مدیر د امتحان د سوالونو او نمرو رسولو ورقې راکړې او راته یې وویل، نن که چا فیس نه وو راوړی امتحان ترې مه اخله.
مدیرصیب به دا خبره هر وخت کوله خو مونږ به له زده کوونکو امتحان اخیستلو.
هلکان مې د لیسې په انګړ کې کینول.
د سوالونو ورقې مې لا ویشلې نه وې، چې مدیر صیب راغی، غږ یې کړ، چا فیس نه دی راوړی!
تقریبا تر نیمو زده کوونکو زیاتو روپۍ نه وې راوړې.
مدیر په غصه شو، ټول یې پورته کړل ورته یې وویل، چې ځئ لاړ شئ تر څو مو چې فیس نه وي راوړی امتحان نشته، ما ته ېې هم همدا وویل چې دوی نه امتحان مه اخله او په غصه د بل صنف په طرف ورروان شو.
په شاګردانو کې دوه وروڼه وو هغوی هم روپۍ نه وې راوړې.
تر څو چې کور تلل او بیرته راتلل نو غرمه کیدله او د امتحان وخت ختمیدلو، کور نه به لیسې ته په موټر کې راتلل، د دغو دواړو وروڼو له وضعیته معلومیدل، چې که کور ته لاړ هم شي؛ خو فیس به رانه وړي، ځکه چې اقتصاد یې ډیر خراب وو.
دغو دواړو همتناکو وروڼو به د جمعې په ورځ په سبزي منډیي کې کار کاوه او د ټولې هفتې د لارې کرایه به یې په خپله ګټله. پلار یې سپین ګیری و او دواړه وروڼه په ټول صنف کې ډیر لایقه او ذهین هم وه.
په ډیر خفګان او نا امیدۍ سره د نورو تر څنګ دا وروڼه هم یو یو د لیسې له انګړ نه بیرون ووتل. زه د شاګردۍ له دورې نوې فارغ شوی وم او د جمعې د رخصتۍ په ورځ چې دې دوو ورڼو کومه وظیفه کوله، ما له شاګردۍ نیولې تر استاذۍ پورې جاري ساتلې وه، نو ځکه مې د دوی د درد حس له بل هرچا ښه کولی شو.
یوه شاګرد ته مې وویل، چې ټول همصنفیان راټول کړه، هغه بیرته ټول سره راټول کړل، زه د لیسې په یوه کونج کې کیناستم، د سوالونو ورقې مې بیرته وتړلې او شاګردانو ته مې وویل، چې یو یو ما ته راځئ، کوم یو به چې راغی ما به ویل نوم دې څه دی؟ ویل به یې احمد، ما ویل څو نمبرې درکړم ویل یې سل، ما به ورته د ده تر مخه د نمبرو د رسولو په ورقه کې د ده په خوښه نمبرې ورسولې، هغو دوو وروڼو ته مې هم سل په سل ورسولې.
کوم شاکردان چې ډیر تمبل ول هغوی ته مې صرف دومره نمبرې ورکړې، چې فقط کامیاب به وو. د دغو دوو وروڼو له برکته مې ټول صنف بې له دې چې امتحان ترې واخلم، ټول مې کامیاب کړل، په پای کې مې ورته وویل، چې ولاړ شئ او په دې خوشحالۍ کې سبا ته زمونږ وږي تږي مدیر ته فیس راوړئ.
سبا ټولو فیس راوړی وو مدیر وویلی اوس امتحان تری واخله ما ټول راجمعه کړل هسې نمایشي مې کینول، ما ویل هیڅ شی هم مه لیکی تاسو خو پرون امتحان راکړی دی.
هماغه غریب شاګردان مې نن هم دعاو کې یادوي، مینه یې تر ننه هم راسره ده او د خوشحالۍ ځای دا دی، چې د هماغې ورځې شاګردان مې نه لندن ته لاړل او نه حکومت ته لاړل، بلکې د جهادي او اسلامي مفکورې اتلان دي.
ځینو یې له فراغت وروسته دیني مدرسې شروع کړې. هغو دوو وروڼو کې یې یو وفات شو، بل یې تر ننه مصروف دی، چې خپل لیاقت نورو ته ورسوي او د ځان په شان نور جوړ کړي…

















