سعودي: سږ کال د حج د مراسمو امنیت امریکایانو ته سپارل کیږي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۹) زرغون خوږیاڼی

د سعودي عربستان د عدالت او پراختیا نړیواله ټولنه وايي، چې  دسعودي عربستان چارواکو له پنټاګون څخه غوښتي، چې سږ کال د حج د مراسمو په وخت کې ځانګړي امریکايي سرتیري ور واستوي، چې د ۲۰۱۶ کال دحج مراسم په خوندي او سمه توګه ترسره شي.

 سعودي عربستان وروسته له هغې دا ناچاري وښودله او د نړۍ له لوی ښکیلاکګر ځواک څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه، چې څه موده وړاندې په پلازمېنه الریاض او مدینه منوره کې ځانمرګی بریدونه وشول.

د سعودي عربستان د عدالت او پراختیا ټولنه وايي: سعودي عربستان نیت لري، چې دحج د مراسمو له پیل کیدو نه وړاندې په «مسجد الحرام او مدینة المنوره » کې امریکايي امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي تر څو د حج مراسم په خوندي توګه ترسره شي او همدارنګه به دهغو ځانمرګو بریدونو مخه ونیسي چې کېدای شي، چې دحج پر مهال رامنځته شي.
د ټولنې ویاند زیدان القنایي وايي: ((د سعودي عربستان دغه اندېښنه، چې سږ کال کیدای شي د امنیتي پېښو له کبله په زرګونو حاجیان له لاسه ورکړي، بې ځایه هم نه ده)).

د یادونې وړ ده، چې د تیلو له عوایدو وروسته سعودي عربستان د حج له مراسمو څخه ډیر عواید تر لاسه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button