چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

مالومه خبره ده چې په افغانستان کې هېڅ اشغالګر هم بری ندی موندلی (مریم)

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
اگست 9, 2016
کټګوریانې: تبصرې, مرکه
0
10
ځلې شریک شوی
127
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام له مشهورې برتانوۍ خبريالې آغلي مریم یووان ریډلي سره هر اړخیزه  مرکه کړې ده  چې له خپلو ګرانو مینوالو سره یی شریکوو

اداره

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

مرکه کونکی : وحید الله (هاشمي)

آغلې یووان ريډلي ستاسو څخه مننه کوو چې خپل قیمتي وخت مو مونږ ته راکړ، تاسو ته ښه راغلاست وایو.
پوښتنه : زمونږ لمړۍ پوښتنه داده، خپله ۱۴ کاله وړاندې زنده ګي له اوسنۍ زنده ګۍ سره څرنګه پرتله/ تشریح کوئ؟

ځواب: زه اوس هم د یوې ژورنالستې په صفت کار کوم، خو له هغې مودې مې ډير کتابونه لیکلي دي، او په تلویزیوني پروګرامونو او مستندنو فلمونو کې مې فعالیت پراخ شوی دی. سره لدې چې اوس مې ذهني تمرکز نړیوال شوی او د بشردوستۍ کارونو ته مې وخت ورکړی خو بیا هم په خپله دنده کې ډېره مصروفه یم.

پوښتنه : په اروپا کې لندن یو داسې هېواد دی چې د اسلام دین په تېزۍ پکې خپریږي. پدې کار کې خپلې هڅې څنګه تشریح کولای شئ؟

ځواب: په لندن کې اسلام تر ټولو دینونو یو تېز خپريدونکۍ دین دی، او زه دې دین ته د یوې اوښتيدونکې په حیث، همېشه کالجونو، مکتبونو، پوهنتونو کې د مسلمانو شاګردانو ټولنو ته، او همدارنګه د مسلمانانو نورو ازادو ټولنو ته، او د مختلفو ادیانو ګروپونو پروګرامونو ته دعوت شوې یم، ترڅو د افغانستان د تجربو په اړه وینا ورته وکړم.

پوښتنه: آغلې ريډلي، مونږ آوريدلي دي چې ستا یوه لور او بله مور مسلمانان نه دي. تاسو ولې پدې کې پاتې راغلې یاست چې دوی د اسلام دين ته واړوئ؟

ځواب: دغه ناکامي زما نده. زمونږ ګران پيغمبر محمد صلی الله علیه وسلم ډیر زیات کوښښ وکړ ترڅو خپل له حد زیات ګران تره دې ته تشویق کړي چې د اسلام دین ته یې واړوي. په اسلام کې هېڅ هم په زور سره نه دي او همدا خبره ډېره مهمه هم ده. په مقدس کتاب قرآن کې راغلي دي چې په دین کې زور نشته ده. مونږ د مسلمانانو په حیث صرف دا دنده لرو چې خلکو ته لار وښایو او توصیه ورته وکړو. څه چې مونږ غواړو او څه چې د الله جل جلاله رضا وي، دا دوه بېل څېزونه دي.

پوښتنه: آیا کله دې هم له دوی سره د دیني مسائلو په سر کومه منازعه راغلې؟

ځواب : د نورو کورنیو په شان، زمونږ په کور کې هم د دین، سیاست، او نورو موضوعاتو باندې ژوندۍ خبرې کیږي.

پوښتنه : وروسته له هغه چې تاسو د اسلام په دین باندې مشرف شوی، آیا یو چا یا کومې ټولنې تاسو ته مشکلات جوړ کړي دي؟

ځواب : زما د دین بدلون بعضو ته د غدر او خیانت په څېر ښکاریدو. زه په سړک باندې، په لیکلې بڼه، او په شفاهي توګه په مرګ ګواښل شوې یم او زما د کور په دروازه اخطارونه راته لیکل شوي دي. دا ټول امتحانونه او چلنجونه وو، او لدې ټولو سره بهترینه لار تبسم (په ورین تندي تېرول) وو.

پوښتنه : کله مو چې اسلام قبول کړ، څنګه احساس مو کاوه؟

ځواب: د ډېرې آرمتیا احساس مې وکړ، او اوس داسې احساس کوم چې زه یوه ډېره حاصلخیزه زنده ګي پرمخ وړمه؛ دا پدې مانا نده چې ودې وایم د دین د بدلیدو مخکې یو بد انسان وم، مګر اوس داسې باور لرم چې زما کار او هدف اوس نور هم له معنا ډک او د ثواب منجر وګرځيد.

پوښتنه : په خپله زنده ګي کې په کومه پېښه یا کار باندې ډېر افتخار کوې؟

ځواب : د ټولو لاسته راوړنو برسېره زه يوه بهترینه مور یم، او همدې ته اهمیت ورکوم، خو بیا هم له اسلام مخکې او وروسته ما ډېر نور عجیب کارونه هم ترسره کړي دي. هيله مې داده چې ډېر نور کلونه هم سخته مجاهده وکړم او ښې لاسته راوړنې ولرم.

پوښتنه : که تا کولای شوای چې په مسلمانانو کې یو شي ته تغیر ورکړې، څه به وای؟

ځواب : که ما کولای شوای یو څه ته په مسلمانانو کې تغیر ورکړم، په هغوی کې به مې د اتحاد معنویت مینځ ته راوړی وای، چې پدې کې به مې اصلي هدف سوله، او جګړو ته د پای ټکی وای. مسلمانان ټول مسلمانان وژني، ناروا جنګونه تمویلوي، او داسې اعمال ترسره کوي چې له اسلام سره هېڅ اړخ نه لګوي. او چې څوک د بې ګناه خلکو په وژنه کې ښکیل شي، نو دا یو غلط عمل دی او د قرآن د نص په خلاف دی.

پوښتنه: کفارو ته په دعوت کې له کومو مشکلاتو سره مخ یې؟

ځواب : زه دعوت نه چلوم. زه هغه یوه أنجلي (د دین داعي) نه یم، چې دا هڅې وکړم چې خلک له نورو دینونو، او یا بې دیني توب څخه راواړوم. دا زما دنده نده. لکه څرنګه مې چې مخکې وویل، هېڅ هم په زور سره ندي. مونږ یوازې اسلام نورو ته ورپېژنو، بیا دوی پرېږدو چې خپل تصمیم په خپله ونیسي. مونږ ته دا لازمه ده چې د نورو عقایدو او خواهشاتو ته احترام وکړو. هېڅ هم په زور سره نشته دي.

پوښتنه : د اسلام په خپراوي کې له کومو چلنجونو سره مخ یئ؟  

ځواب : ما تراوسه پورې د اسلام د خپراوي کار نه دی پیل کړی. زه یوه ملا یا تبلیغي نه یم او نه هم د دعوت په کارونو کې دخیله یم. لکه څرنګه چې مې اشاره وکړه، مونږ هر یو د خپلې پاکې عقیدې سفیران (نماینده ګان) یو. دا یو لوی مسؤلیت ده، که چېرې مونږ بد اعمال وکړو نو بیا مونږ اسلام ته صدمه رسوو. خو که مونږ خپل ژوند په ښه طریقه، ښه رویه، او باکرامته تېر کړو، نو بیا به مونږ د اسلام لپاره یو ښه اعلان (زیرې ورکوونکي) وو.

پوښتنه: که په امریکا کې ډونلډ ټرمپ په انتخاباتو کې کامیاب شي، په اسلامي ټولنو په یې څه تاثیر پرېوځي؟

ځواب: پدې وروستیو کې مې په رسول کریم صلی الله علیه وسلم باندې یو کتاب ولیکلو، او حقیقت دادی چې ډونلډټرمپ به د خورد په اندازه هم اسلام ته صدمه ونشي رسولای. هغه یو بې کاره انسان دی، که چېرې بیا هم هغه کامیاب شي نو څلور یا زیات نه زیات آته کاله وروسته به ختم شي. زمونږ په دې لوی تاریخ کې دده دا دوره د سترګو پړک په شان هم نه ده. په ننۍ نړۍ کې هرڅوک د ظالم او ظلم په عواقبو باندې پوه دي، د افغانستان خلک دا څو سلیزې د بهرنیو مشرانو د مداخلو متحمل شوي دي. دوی ورځي، دوی یې اشغالوي، خو بلاخره همدوی یې بېرته پرېږدي مګر افغانستان او خلک یې په ځای پاتې دي.

پوښتنه: وروسته له هغه چې کله تا اسلام قبول کړ، له کومو سترو ناکامیو او ناامیدیو سره مخ شوې؟

ځواب: په رښتیا چې چلنجونه وو، مګر زما په هغو سختو وختونو کې حتی یو ځل هم ما پښېمانتیا یا شرم نه دی کړی. زما عقیده زما قدرت او قوت دی.

پوښتنه: له افغانانو څخه دې کوم تاثر راوړی دی؟

ځواب : وروسته له هغه چې کله زه په افغانستان کې ونیول شوم او له دوی سره بندي شوم، له ما څخه همېشه دا پوښتنه کیږي چې ولې له افغانستان سره دومره مینه لرې. ځواب ډېر ساده دی ـ زه یې له خلکو سره مینه لرم. سره له دې چې دوی ډېر کم څه لري، خو افغانان باور نه کیدونکي میلمه پال او سخیان دي. دا چې زه د شمالي انګلستان یم ـ چې دا سیمه یوه قبائلي علاقه ده چې له سکاټلنډ سره پوله لري ـ او د هغه ځای خلک ډېر سخت، سپين ګویه، او رېښتیني دي؛ شاید زمونږ ترمنځ د همدې ورته والي وجه وي چې ماته له دوی سره په راشه درشه، او له دوی سره په جوړه کې کوم مشکل پېښ نه شو. تنده (سخته) تربیه زمونږ فکر او اعمال تشریح کوي خو دا یو حقیقت دی چې مالداري او پيسې خوشالي نشي راوستی.

پوښتنه: واشنګټن برتانیې ته ترټولو د نږدې متحد په نظر ګوري، او دا هم یو حقیقت دی چې برتانیې په افغانستان او عراق کې زیات مسلمانان شکنجه او ووژل، چې ددوی د همدې ظلمونو په وجه په برتانیه او اوروپا کې بې امنیتي رامنځ ته شوې ده. آیا اروپایان به کله هم پدې حقیقت پوه شي چې هغه خلک ددوی په خلاف جګړې کوي، ددوی د حکومتونو د اعمالو نتیجه ده؟

ځواب: (د اروپایانو لپاره) دغه درک کول چې امریکايي او اروپایي پالیسي دې ته ضرورت لري چې باید له سره تر برسۍ لاندې ونیول شي، ډېر آهسته دی. د یو مثال په ډول، داعش ډله به کله هم منځ ته نه وای راغلې که چېرې امریکا او اروپا عراق نه وای اشغال کړی. ما پدې سخت ټکان وخوړ او زیاته خفه وم، کله مې چې واوریدل، داعش په افغانستان کې ځان ځای پرځای کوي، مګر زه باور نه کوم چې افغانان دې دوی پرېږدي چې ددوی په ملک کې دې پراخوالۍ یا رشد وکړي.

پوښتنه: په غرب کې میډيا د طالبانو غلط تصویر وړاندې کوي، دوی طالبان د حیواناتو، مارانو او ترهګرو په نامه یادوي، تاسو طالبان څنګه تعریفوئ؟

ځواب: طالبان اولني او مهمترین (اصلي) افغانان دي، چې عمدتاً پښتانه دي، هغه پښتانه چې له خپل ملک سره مینه لري. دوی دا خواهش نلري چې له خپلو سرحدونو څخه تېر شي او د غرب سړکونو ته ترهګري یوسي. امریکا او اروپا ته پکار وه، پر ځای ددې چې افغانستان منزوي کړي، کوښښ کړی وای چې له دوی سره نږدې پاتې شوي وای، مرستې او حمایه یې کړې وای. د ملاعمر ترمشرۍ لاندې د طالبانو د کامیابۍ راز پدې کې وو، چې ددوی تحریک د افغانستان په بدو حالاتو کې هېواد ته ثبات راووست. د افغانستان په منزويتوب باندې هر افغان ته تاوان ورسید. طالبانو کله هم نه غوښتل چې له امریکا سره په جنګ کې ښکيل شي، او هره هڅه یې په کار واچوله چې ددې جنګ مخه ونیسي، مګر دوی یوازې دا رد کړه چې اسامه بن لادن ترهغو چاته وسپاري، چې امریکا دوی ته ددې شواهد نه وي وړاندې کړي چې په ۹/۱۱ حملو کې یې ښکیلتیا په ډاګه کړي. که چېرې د بش ادارې طالبانو ته شواهد وړاندې کړي وای، طالبانو ویلي وو چې غواړي پدې صورت کې اسامه بن لادن یو دریم ګړي هېواد ته وسپاري ترڅو محاکمه شي. په هرحال متحده ایالات دریدلی وو، هلته د یوې بدلې اخیستلو ته ضرورت وو، او د بش ادارې دا مناسبه وبلله چې د میلیونونو ډالرو بمونه د لس ډالرو په کوټو باندې وروغورځوي. دا غلط کار وو، او دوی به هم د تېرو صدیو په جریان کې د نورو ابرقدرتونو په شان پدې پېښمانتیا ښيې چې په افغانستان کې ګېر شوي وو.
امریکا، برتانیې او نورو ملکونو د رسمیت نه پېژندلو برسیره، طالبان ډېر بد (شیطاني) معرفي کړي وو، ځکه چې جنګ یې په خلاف پیليدونکۍ وو، او څوک هم باید په ښو خلکو بمونه ونه غورځوي. ددغه خبرې حقیقت هم ښه ښکاره او واضح ده چې امریکا، برتانیا او نورو ایجنیسیو د یوې لسیزي یوه مهمه برخه پدې کې څنګه مصرف کړه چې ورسره کیني او له طالبانو سره خبرې وکړي او د خبرو له لارې د سولې یوه حل لاره پيدا کړي.
په خفګان سره باید ووایو، غربي رسنۍ، چې اکثر یې د اسیا او منځني ختیځ د سیاست په اړه زیاته پيچیده ګي لري، د حالاتو د ساده کولو لاره انتخابوي، او اکثره یې داسې فکر کوي چې ټول طالبان یو دي. دوی پدې نه دي توانیدلي چې د افغان طالبانو او نورو ګروپونو ترمنځ چې په پاکستان کې منځ ته راغلل فرق وکړي. ترهغه وخته پورې یو پاکستانۍ طالب هم نه و، ترکومه چې امریکايي ډرون الوتکو په قبائلي علاقو باندې په ۲۰۰۳ کال کې بمبار پیل کړ.

پوښتنه: په عمومي ډول افغانان له خپل حکومت نه خوښ ندي، دوی پدې باور دي چې دا حکومت د جان کیري یو غلام حکومت ده. د ژورنالست په حیث افغان دولت څرنګه تشریح کوئ؟

ځواب: فکر نه کوم چې په ټوله نړۍ کې دې داسې یو ځای وي چې خلک یې په پوره ډول له خپلو حکومتونو څخه خوښ وي او یا دا چې ددوی په نامه کوم اعمال ترسره کیږي له هغو دې خوښ واوسي. افغانستان په اداري فساد کې ډوب دی، چې دا کیدای شي د غرب د تاثیر نتیجه ده. سیاستوال باید دا په یاد ولري دوی ددې لپاره دي چې د خلکو خدمت وکړي او دوی به خلکو ته ضرور ځواب ویونکي وي.
په اسلام کې دښمن او دوست سره یو قسم انصاف کیږي، خو دا همېشه هېر شوي دي. که چېرې د کورنۍ یو کس فاسد وي، د یوه بهرني کس په شان به چلند ورسره کیږي. په اسلام کې خپل پالنه او قوم پرستي نشته ده. د ټولو لپاره انصاف دی.

پوښتنه: په افغانستان کې د طالبانو هڅو ته تاسو څه نوم ورکوئ؟ آیا دا ټول ترورېستي اعمال دي او که آزادۍ لپاره یو جنګ ده؟

ځواب: کوم خلک چې پدې عقیده وي چې دوی اشغال شوي دي او تر ظلم لاندې دي، دوی به د اشغال په خلاف جنګ کوي او مقاومت به کوي. له کوم وخته چې ملا عمر وفات شوی دی، د طالبانو مشرتابه ته پکار ده چې سره راټول شي او د خپلو مقاصدو، حل لارو او د سولې د خبرو د یوې سالمې لارې لپاره یوځای کار وکړي.

پوښتنه: داعش کوښښ کوي چې په افغانستان کې د طالبانو په مناطقو کې پرمختګ وکړي، په افغانستان کې د طالبانو په خلاف داعش څوک حمایه کوي؟ 

ځواب: زه نه پوهېږم چې په افغانستان کې داعش څوک حمایه کوي، مګر تاسو باید د هغوی د پيسو په لیکه پسې شی چې له کومه راځي، نو بیا به پوه شئ چې دوی په افغانستان کې د چا لخوا راپیدا شوي دي. کلونه وړاندې ماته ویل شوي و، چې کولای شم یو افغان په کرایه کړم خو کله به هم هغه ستا نشي، که چېرې دا رښتیا وي، که هرڅوک افغانانو ته پيسې ورکوي چې د داعش بیرغ پورته کړي او د هغوی غلامي وکړي، دا به د لږ مودې لپاره وي. په داعش کې هېڅ هم اسلامي نشته دي، ددوی اسلامي دولت له اسلامه ډېر لرې ده.

پوښتنه : آیا امریکا او متحدین به یې په افغانستان کې ماته وخوري او کنه؟

ځواب: واضحه خبره ده چې په افغانستان کې هېچا هم برۍ ندی موندلی؛ څه درس چې روسیې ته ورکړل شو، او مختلفو اشغالګرو تر سترالګزاندر پورې ورسیږي ورکړل شوی دی، هغه اوس هم متوقع ده.

پوښتنه : آغلې مریم، په نړیواله کچه خیریه موسسې، ګوندونه، او ملکونه خپل ځانونه د بشرحقوقو څخه ددفاع ترشعار لاندې وړاندې کوي، او له همدې شعار سره دوی په افغانستان کې د طالبانو په خلاف کارونه ترسره کوي، ستا په نظر څوک په رښتیا د بشر حقوقو مدافعین دي؟

ځواب : زه په نارنجي جامو کې خلک وینم، چې په اوبو د غوپېدو عذابونه ورکول کیږي، شکنجه کیږي، بې له محکمې نیول کیږي او ګوانتانامو ته رسول کیږي؛ ما دا کشف کړي دي چې د تروریزم په خلاف نړیوال جنګ کې برتانیه او نور اروپایي هېوادونه پدې کارونو، یعنې شکنجه کولو، د نورو تښتولو کې ورسره یو لاس دي. سعودي، چین، او امریکا په شان هېوادونه د مرګ سزاوې ورکوي. ښځو حقوق د افغانستان په شمول په ټولو هېوادونو کې اشغال دانۍ ته غورځول شوي دي.
مونږ ټول په یوه خراب حالت کې پراته یو، مخکې له دې چې یو بل ته د انتقاد ګوته ونیسو، باید د یو لوړ بشري حق د راپورته کولو لپاره لاس په کار شو. د یوې افغان ښځې زنده ګي اوس هم په وحشت کې ده، اوس هم سخته زنده ګي لري، او همدا افغان ښځې د غرب د بې ځایه وعدو شاهدې دي چې هېڅ هم ورسره ندي شوي.
په افغانستان کې اوس هم په رواجي ډول له ښځو څخه د نفرت شواهد موجود دي، چې په اسلام کې هېڅ ځای نلري. که چېرې او کله هم طالبان یو ځل بیا قدرت ونیسي، دوی باید د ښځو ونډه ثابته کړي او د ښځو د تعلیم، کار، پوهنتون، شغلونو او داسې نور حقوق تسلیم کړي.

پوښتنه: د ښځو د حقوقو په اړه د طالبانو پالیسې د غرب په نسبت ډېره بدله ده. څوک د ښځو د حقوقو په حق کې دي؟

ځواب: په اسلام کې د ښځو حقوق په ډاګه واضح شوي دي، مګر مونږ داسې کسان لرو چې ددې کوښښ کوي، چې د قرآنکریم هغه لارښوونې چې (همدا حقوق یې) د شېشې په شان ښکاره کړي، او هغه دا چې مونږ ښځې په معنویت، ارزښت او تعلیم ترلاسه کولو کې یو شانته یو، (په قرآن کې دغه ورکړل شوي حقوق) کنټرول، یا غلط تفسیر کړي، او یا سترګې پرې پټې کړي. د اسلام په لمړنیو صدیو کې ښځو له نارینوو سره یوځای کارونه سرته رسول، دوی مشاغل درلودل او د علماوو په حیث یې ښځو او نارینوو ته د درس ورکولو ښه نفوذ پيدا کړی وو.
په افغان ښځو کې یوه ډېره لوړه ښځه (د میوند) ملالۍ ده، چې د جنګ میدان ته تللې وه او نارینه ځوانان یې سره راټول کړل، او ماته یې په کامیابۍ بدله کړه. که چېرې دا له نارینوو څخه بېله وای، یا په کور کې بندي شوې وای، یا پټه وای، نو داسې پېښه به کله هم نه وای رامنځ ته شوې. مونږ نیم اُمت یو، او دا نیم نور امت مونږ زېږولی دی ـ نو ددې پرځای چې مونږ کنټرول کړي، مونږ دې آزادې پرېږدي چې په کارونو کې ورسره شریکې شو.

پوښتنه: په آخر کې مسلمانو ښځو ته څه پیغام لرې؟

ځواب: مسلمانې ښځې باید قرآنکریم ولولي، او خپل حقوق وپېژني. یو نارینه هم نشي کولای چې د الله د کلام مخالفت وکړي. الله له مونږ سره دی، او مونږ باید تعلیم وکړو چې خپل حقوق وغوښتلای شو. د عثمان ابن عفان په وخت کې ښځو ته دندې ورکړل شوې وه چې په مدینه او مکه کې مارکیټ وچلوي ـ دا مونږ ته یو درس ده چې ښځې په ټولنه کې د رهبریت رول اداء کولای شي او حتماً به یې له نارینه او ښځينه تاجرانو او دکاندارانو سره تجارتي معاملې کړي وي. دغو ښځو په یوځای قانون رامنځ ته کړ، دکاندارانو او تجارانو ته یې لارښوونه وکړه چې معاملې په صداقت او ښې طریقې سره کوئ.
خدیجه (رض) چې مال یې د اسلام په لاره کې خرڅ کیدو، یوه نړیواله سوداګره وه، او یوه ډېره ډېره کامیابه ښځه تاجره وه. په افغانستان کې ښځې ستر رول اداء کولای شي او دوی دې ته ضرورت لري چې خپل حقوق ترلاسه کړي، او نارینه دې ته ضرورت لري چې تعلیم وکړي او په اسلام کې د ښځو حقوق وپېژني. زمونږ په دین کې له ښځو سره دغه رواجي ظلم بلکل ځای نلري، قطعاً ځای نلري.
ښځو د اسلام په لمړي سر کې د جنګ په میدانونو کې له نارینوو سره یوځای جنګیدلي دي، که چیرې د اُحد په غزا کې رومیساء بنت ملحان ترسره شوي کارونه نه وای شوي، زمونږ پيغمبر صلی الله علیه وسلم په هغه جګړه کې په شهادت رسیدلی وای…هغه یوه جګړه، چې د نارینه جنګیالیو د بې نظمۍ او د خط د ماتوالي په وجه غلط لوري ته ولاړه.
که چېرې طالبان قدرت نیولو کې جدي وي، دوی باید دا موضوع په نظر کې ونیسي او پرځای ددې چې ښځې له نظره وغورځوي، ضرورت لري چې ښځې تشویق کړي، مرسته ورسره وکړي ترڅو هغوی له دوی سره یوځای دا ستر ملک (افغانستان) اباد کړي.

پوښتنه: او څه پيغام طالبانو ته لرې؟

ځواب: طالبانو ته دا پيغام لرم چې هغه معنویت ته نږدې پاتې شي چې ملا عمر تاسو ته درکړی، او که چېرې تاسو په رښتیا غواړئ چې په افغانستان کې یو ځل بیا قدرت ونیسئ، ښځې په تصمیم ګېری کې شاملې کړئ. ستاسو حرکت د مقاومت له تحریک څخه بیا تر حکومت پورې به کله هم یوازې په نارینه وو ترلاسه نشي. اسلام به کله هم منځ ته نه وای راغلی که چېرې له محمد صلی الله علیه وسلم سره د خدیجې رض حمایه نه وای، او که چېرې ددې مال او پيسې د اسلام د حمایې لپاره نه وای خرڅ شوې، چې د یوې ښځې تجارې په حیث یې ګټلې وې، اسلام به کله هم رشد نه وای کړی.
د ښځو حقوق د قرآن په صفحو کې راغلي دي.

ماته ډېر کلونه وړاندې ویل شوي وو، چې ته کولای شې یو افغان د ځان لپاره کرایه کړې خو هغوی خپلولای نشې، که چېرې دا رښتیا وي، که هرڅوک افغانانو ته پيسې ورکوي چې د داعش بیرغ پورته کړي او ددوی لپاره د غلامۍ په شکل کار وکړي، صرف د یو کم وخت لپاره به وي. په اسلامي دولت نامه ډله کې هېڅ شی هم اسلامي نشته دي او دا چې دوی په اسلام کې دومره ځای نلري لکه یو خنزیر یې چې نلري.

—- پای —-

لوی ټکي: اسلامافغانستانانګلستانحکومتداعشریډلیطالبانقرآن کریمکابلمحمد صلی الله علیه وسلممریم
مخکینې مطلب

سعودي: سږ کال د حج د مراسمو امنیت امریکایانو ته سپارل کیږي

بل مطلب

بغلان: په دهنه غوري کې یو پنډغالۍ پنځه پوستې او شل تنه عسکر طالبانو نیولي دي.

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com