د طالبانو په انسانی اخلاقو د ښخینه کندزیانو اعتراف

لیکنه : مبصر

دولتي چارواکي دورکړل شوي پروګرام له مخې د طالبانو په مقابل کې جګړه د دوه لارو په خپلولو دوامداره ساتي لومړی دمقابل لورې پر خلاف پوچ تبلیغات او دوهم د ولسي کلیوالو په کورونو دوسلوالو دمرکزونو په نامه په ښارونو بمباري؛ چې په نړیواله سطحه په هیڅ قانون کې پر اولسي وګړو د بمباریو جواز نشته د جګړې دواړه لوري د نړیوالو موازینو له مخې سیمه دلاسه ورکولای شي خو په ولسي وګړو بمباري نشي کولای.

افغان دولتي ځواکونو ته دمخه په کندزکې دنورو ولایاتو په څیر دطالب وسلوالو پر خلاف پوچ تبلیغات کړي ؤ د کندز ښاریانو انګیرله چی دطالبانو لخوا به کندز د نیولو سره عامه وژنه پیل کړل شي.

دکندز ښار یوه لیکواله ډاکټره مریم ندا دطالبانو لخوا د کندز ښار دنیولو په مهال خپل او د کورنۍ ژوند وروستۍ ژوند ګڼی ددولت د تبلیغاتو مطابق ئې تمه نه درلوده چې دوئ دې طالبان په ځانګړي توګه په سنګر کې جنګیدونکي دولتي پوځیان له نیولو وروسته ژوندي پریږدي.

خو لله الحمد د کندز د ښار په نیولو سره طالبانو هغه انساني او شرعي اخلاق له ښاریانو سره وکړل چې یوازې لیکواله ډاکټر مریم ندا نه بلکه د کندز ښار نارینه او ښځینه اوسیدونکي د نیکو کړنو اعتراف وکړ.

له بد مرغه په هیواد کی تصویري او غږیزې رسنۍ نیغ په نیغه دپردئ جګړې د اهدافو لپاره تبلیغات کوي او یا دبهر څخه اکمالولو په خاطر د تبلیغاتو کچه ئی دومره زیاته وي چې د افغان اولس ‍ذهنونه ئې د حقیقت څخه لرې ساتلي دي.

اروپائي ټولنه  په افغانستان کې دا مهال تبلغات د جګړې دګټلو لومړی جز ګڼي چې بدبختانه نه یو شمیر افغاني رسینو تبلیغات دومره زیات کړي چې وروستي نسل به مطبوعات نه  بلکه تبلیغات پیژني

 یوناني فیلسوف ارسطو مطبوعاتو په چوکاټ کې تبلیغات مني خو دټولو تبلیغاتو خلاف دی چې دوخت په دوام سره به زیات تبلیغات دمطبوعاتو شتون له منځه یوسی.

 لیکواله مریم ندا وایی :

 طالبانو زمونږ په کلی کې ولسي وګړو او ماشومانو سره کوم سلوک وکړ دتوقع نه لری ؤ.

 دولتي رسنیو چې دمخه ئې دکندز ښاریانو ذهنوته دطالبانو خلاف کړي ؤ دکندز ښار په نیولو سره هر چاته څرګنده شوه چې طالبان د نیکو او شرعي انساني اخلاقو خاوندان دی. لیکواله ډاکټر مریم ندا دمیرمن ریډلي په څیر اعتراف کوی چې ما تراوسو پوري دطالبانو په څیرعزتمند او دنېکو اخلاقو خاوندان نه ؤ لیدلي.

 ډاکټرندا دجګړي په سنګر کې دخپل ورور دنیوني او بیا عفوی کولو دطالبانو څخه دومره متاثره کړه چې وروسته لدي به يې ټوله کورنۍ دخپل ورور دژوند دژغورلو په باب دطالبانو کامله مرستدویه وی.

 ډاکټرندا دولتي چارواکوته په خپله لیکنه کې څرګندوي چې طالبانو دخپل افغان اولس ، عفت ، عزت او ژوند لپاره جنګیږی خو دولتي پوځونه چې دمرکز اوځايې چارواکو لخوا ورته لارښوونه کیږی داولس په عفت اوعزت آن داچې په حیاهم لوبې کوی.

 که مونږ دلته یوازی د ډاکټر ندا لیکنه دبیلګی په توګه وګڼلو دابه دطالبانو دسپڅیلی پاڅون اوسپڅیلو اهدافو حق نه وی ادا شوي یوازی ډاکټرندا نه بلکه دکندز ټول نارینه اوښځینه ښاریان دطالبانو په نیکو او افغاني اخلاقو اعتراف کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button