په لغمان ولایت کې د یوې کورنۍ ۵۶ غړي مسموم شوي دي

 (کابل  ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۰) زرغون خوږیاڼی

نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د کاکڅ سیمې د فرمانخیلو په کلي کې د څښاک  اوبو له یو سرپټې څاه څخه د اوبو د څښلو له امله د یوې کورنۍ ۵۶ غړي مسموم شوي دي.

د دغه ولایت د والي ویاند سرحدي ځواک وویل، چې له دې جملې ۴ تنه یې د روغتیايي حالت د نازکوالي له امله د لغمان مرکزي روغتون ته لیږدول شوي دي.

 نور مسموم شوي کسان اوس مهال د کاکڅ په روغتیايي کلینیک کې تر درملنې لاندې دي.

ځواک زیاته کړه چې په مسموم شویو کسانو کې، چې ټوتله د پینځو ورونو یوه کورنۍ ده ۲۸ میرمنې، ۲۲ نارینه او شپږ ماشومان شامل دي چې له دغه کوهې یې اوبه څښلي دي.

د ځواک په خبره سیمې ته روغتیایي کارکوونکي ورغلي څو پېښه په دقیق ډول وڅېړي.

د لغمان والي عبدالجبار نعیمي په لارښوونه یادې سیمې ته له ولایت څخه اضافي ډاکتران او امبولانسونه استول شوي، چې د مسموم شویو کسانو درملنه پر وخت وکړي او هغه کسان چې وضعیت یې خراب وي مرکزي روغتون ته یې را انتقال کړي.

ویل شوي، چې د قرغیو ولسوال، روغتیايي کارکوونکي او امنیتي چارواکي یادې سیمې ته رسیدلي او په دې اړه پلټنې روانې دي.

چارواکو ویلي، چې تر اوسه ددغې پېښې د څرنګوالي په اړه کره معلومات نه شته.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button