په تايلنډ کې اته پرلپسې چاودنې وشوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۲) الماس خدرخېل 

د تايلنډ په مشهور ښار هوواحين کې د څو ساعتونو په ترڅ کې پرلپسې  څلور چاودنې وشوې، لږ تر لږه پکې ۴ تنه مړه شول او ۳۵ نور ټپيان شوي، د تايلنډ د چارواکو په وينا چاودنې د نوموړي هېواد د ترانګ، هووا حين، سورات تاني او فوکيت په ښارونو کې شوي.

د تايلنډ لومړي وزير  پرايوت چانوچا ويلي:  دا لا څرګنده نه ده، چې دا بريدونه چا کړي او د بريد پړه تر دې دمه چا نه ده اخيستې.

د تایلنډ پوليسو رسنیو ته ویلي، چې  رامنځته شوي بریدونه  د ترهګریزو سازمانونو سره  تړاو نلري.

د پوليسو مشر ويلي دي، چې  تایلنډ  د هیچا سره  کومه ستونزه نلري. نه  سیمه ایزه او نه هم  دیني. هغه  دا بريدونه د هېواد کورني مسايلو اړوند وبلل.

په بنکاک کې د سياسي چارو کتونکو، د بريدونو سره سم  په جنوب کې مېشتو هغو مسلمانو پاڅون کوونکو ته ګوته ونيوله، چې له کلونو راهيسې د تايلنډ د دولت پر وړاندې جګړه کوي.

بايد وويل شي چې تېر کال د تايلنډ  په پلازمینه بنکاک  کې  په یو سوداګریز مرکز کې،  د معبد  ترڅنګ  په بمي بریدونو کې  ۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو او ۱۲۰ تنه نور ټپیان شوي وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button