ډاکټر عبدالله پر اشرف غني جدي نیوکې وکړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۲) زرغون خوږیاڼی
د ګډ حکومت له جوړیدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې عبدالله پر اشرف غني دا ډول جدي نیوکې او انتقادونه کوي او ددوی تر منځ د شته اختلافاتو څخه لمن پورته کیږي.
تېره ورځ ډاکټر عبدالله عبدالله د ځوانانو نړۍ والې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې اشرف غني ورسره په تیرو ۳ میاشتو کې د دوه پر دوه ملاقات ته لږ تر لږه یو ساعت وخت هم نه دی ورکړی، نوموړي په سوالیه انداز وویل: ((د افغانستان محترم رئيس جمهور صیب! تاسو چې په دریو میاشتو کې یو یا دوه ساعته وخت نه لرۍ چې له اجرائيه ریاست سره وګورۍ نو ستاسو قیمتي وخت په څه تیریږي؟)).
ډاکټر عبدالله زیاتوي، په هر ډول حکومت کې بحث او خبرې راځی، څوک چې د بحث حوصله نه لري، د ولسمشرۍ وړتیا نه لري.
ښاغلي عبدالله د وینا پر مهال وویل ” زه لومړی کس وم، چې د ملي وحدت حکومت ته مې مشروعیت ورکړ، هوکړه لیک مې لاسلیک کړ او له دې لارې مې ولسمشر غني مشرتابه ته مشروعیت ورکړ”.
عبدالله د اشرف غني پر یو طرفه حکومت ولۍ سره وویل، چې له ډېر زغمه وروسته یې د صبر کاسه ډکه شوې ده.
ښاغلي عبدالله د ولسمشر غني له خوا په یو اړخیز ډول د اصلاحات اداري کمېسیون لپاره د نوي رییس (نادر نادري) پر ګومارنه هم سخته نیوکه وکړه او دا یې د ملي وحدت حکومت د هوکړې خلاف کار وباله.
عبدالله په دې اړه وویل: ((يو چا چې څلور ورځې يوه حکومتي اداره کې کار نه وي کړی او بيا د حکومت د ټولو اصلاحاتو مسوول شي، خود به مونږ په دې اړه جدي نظر لرو)).
ښاغلی عبدالله وايي ” باید پرېکړې د سلا مشورې پر بنسټ وشي. له سلا مشورې پرته د ملي وحدت ټول حکومت له پوښتنې سره مخامخ کېږي، ولس له موږ نه همدغه تمه لري”.
اجرائیه رئیس په خپله وینا کې په ټاکنیزو کمېسونونو کې پر سمون، د پارلماني ټاکنو ترسره کولو او د اجراییه ریاست پر صدراتي چوکۍ بدلولو لپاره د لویې جرګې پر جوړولو ټینګار وکړ.
اجرايه رئيس زياته کړه: (( د ملي وحدت حکومت له يو چا بل چا ته يا له يوې ډلې بلې ته خيرات نه دی ورکړل شوی، بلکې د هغې سترې قربانۍ پايله ده چې موږ ورکړې ده. دا قرباني د افغانستان د ژغورنې لپاره وه)).
ډاکټر عبدلله د ولسمشر اشرف غني لخوا صفی الله کزري ته د وزیر اکبر خان مډال ورکول باندې سخته نیوکه وکړه، عبدالله وویل: اشرف غني فلج وزیرانو ته مډالونه ورکوي، پرته له دې چې د یو وزیر لاسته راوړنې وکتل شي د «وزیراکبرخان» مډال ورکول کیږي. هغه زیاته کړه چې د وزیر اکبرخان د مډال په ورکړې باید په حکومت کې بحث وشي او د کابینې تر موافقې وروسته مډال ورکړل شي، خو اشرف غني په خپل سر خلکو ته مډالونه ورکوي.
ښاغلي عبدالله په ټينګار سره وویل، د ملي وحدت حکومت به د شوې هوکړې له مخې پنځه کاله دوام ولري.
ده له حکومت څخه خپل مرورتوب اعلان کړ او ويل، که وضعيت همداسې دوام پيدا کړي، دی به نور په لويو غونډو کې ګډون ونه کړي.
په پای کې ډاکټر عبدالله په ولسمشر د نیوکو په لړ کې وویل، چې وروسته له دې صبر نه شي کولی او د راتلونکې شنبې په ورځ به له اشرف غني سره جدي خبرې وکړي.
د یادونې وړ ده ،چې د ډاکټرعبدالله سختې نیوکې په ولسمشر اشرف غني باندې په داسې وخت کې کیږي، چې د اجرایوي ریاست دوه کلنه قانوني موده پای ته رسېدلی او اوس له نیوکو پرته بله لار نه لري.
ځینو کړیو بیا د عبدالله دې نیوکو ته په خپل منځي ګوند کې ( جمعیت اسلامي) د مشرۍ پر سر د عطامحمدنور او رباني تر فشار لاندې دی او عبدالله کوښښ کوي، چې پړه پر حکومت ورواچوي.

