کندوز ولايتي شورا: امام صيب ولسوالۍ د سقوط سره مخ ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۲) الماس خدرخېل

د کندوز ولايتي شورا ويلي، چې د کندوز ولايت په امام صيب ولسوالۍ کې جګړې زور اخيستی او ياده ولسوالۍ د احتمالي سقوط سره مخ ده، د کندوز ولايتي شورا رئيس محمد يوسف ايوبي رسنيو ته ويلي، چې په دې ولسوالۍ کې د يوې اونې راهيسې درنه جګړه روانه ده، که جدي پاملرنه ونه شي، شونې ده، چې ډېر زر ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېږي.

نوموړي وويل، چې له يوې اونۍ راهيسې پر ولسوالۍ له څلورو لوريو د وسلوالو بريدونه روان دي، ښاغلي ايوبي زياته کړه، که دولت پاملرنه ونه کړي، نو ډېر ژر به د امام صيب ولسوالۍ د قلعه ذال او دشت ارچي پر برخليک اخته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په نږدې څو مياشتو کې وسلوالو طالبانو له دولت نه ډېرې ولسوالۍ ونيولې او لا هم د هلمند، کندوز او يو شمېر نورو ولايتونو ډېرې ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو د جدي ګواښ سره مخ دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button