دفاع وزارت: په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۸طالبان او ۱۱ عسکر وژل شوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۲) زرغون خوږیاڼی

د دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې په تېرو څلور ویشت ساعتونو کې یې ۲۸ طالب وسله وال وژلي او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت ویلي، چې دغه عملیات یې په ننګرهار، غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کندهار، فراه، غور،بلخ، فاریاب، سرپل، بغلان، تخار، کندوز، بدخشان او هلمند ولایتونو کې کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد عملیات یې د پلي او هوايي ځواکونو پرمټ، چې توپچي قوه هم ورسره مل وه کړي دي.

وزارت وايي، چې په کندوز ولایت امام صیب ولسوالۍ کې يې د عملیاتو پر مهال د قومندان شیخ اسمعیل په ګډون ۱۵ طالبان ووژل او ۲۱ تنه نور یې ټپیان کړل.

یاد وزارت ویلي، چې په بغلان ولایت کې يې  ۳ طالبان وژلي او ۳ نور یې ټپیان کړي دي، همدارنګه ارزګان چنارتو ولسوالۍ کې ۷طالبان وژلي او ۴ نور ټپیان شوي دي او په یو لړ نورو عملیاتو کې ۳ نور طالبان ووژل او یو بل یې ټپي کړ.

دفاع وزارت ویلي، چې په یادو عملیاتو د ملي اردو ۱۱ تنه عسکر هم ووژل شول.

دا په داسې حال کې ده، چې نن غرمه په هلمند ولایت کې د ګرمسیر ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط شوه، همدا راز د کندوز ولایتي شورا استازو ویره څرګنده کړه، چې د امام صیب ولسوالۍ د طالبانو په لاس د سقوط سره مخ ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button