کابل ټکی کام (زمری ۲۲مه، ۱۳۹۵ل) بصیراحمد پاڅون
د کندز ولایت نه د کابل ټکي کام خبریال پخپل را استولي خبر کې ویلي چې پرون د دهنه قشلاق په سیمه کې د طالبانو او کوماندو ځواکونو ترمنځ درنې نښتې رامنځ ته شوې، کوماندو ځواکونو غوښتل چې د امام صیب ولسوالۍ محاصره ماته کړي او د دهنه قشلاق له سیمې طالبان پر شا کړي، خو بریالي نشول درې تنه کوماندویان ووژل شول او درې تنه ټپیان شول همدغه راز طالبانو هم د خپل یو تن ملګري د وژل کیدو خبر ورکړی.
کله چې د کوماندو ځواکونه له جګړې راوګرځیدل د دفاع وزارت چورلکو د دهنه قشلاق په سیمه کې د ملکي خلکو کورونه تر بمبارۍ لاندې ونیول یو شمیر کورونه یې وران او ۱۶ تنه ملکي وګړي یې ټپیان کړل.
د کندز ولایتي چارواکي وایي چې طالبانو د خلکو په کورونو کې سنګرونه نیولي و خو طالبان دا خبرې دروغ ګڼي او وایي چې دولتي ځواکونو د غچ اخیستنې په خاطر ملکي خلک هدف ګرځولي دي.
د هیواد دفاعي ځواکونه امریکایي پوځیانو روزلي دي چې ډیر ځله په جګړو کې امریکایي تکتیکونه کاروي، امریکایانو ته به هم چې کله تلفات ورسیدل نو پر ملکي خلکو به یې بې توپیره ډزې کولې او ملکي وګړي به یې ووژل چې همدې تکتیک ته اوس هم دوام ورکوي. ولې رسنیو ته وایي چې ملکي خلکوته د زیان رسیدو له امله له بمباریو ډډه کوي.


















