(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۲) زرغون خوږیاڼی
د ډاکټرعبدالله عبدالله د تیرو ورځې د څرګندولو په غبرګون کې له ارګ څخه یوه خبر پاڼه خپره شوې ده، چې په کې يې د ډاکټر عبدالله خبرې د حکومت ولۍ له اصولو سره په ټکر کې بللې دي.
د جمهوري رياست وياند محمد هارون چخانسوري رسنیو ته وویل:
“په تاسف سره د ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله د تېرې ورځې خبرې د دولتدارۍ موازینو او روحیې سره برابرې نه وې، ځکه د حکومتوالۍ بنسټ پر قانوني اصولو او ضوابطو ولاړ دی او پر هغه مبنا اجرات کېږي، د ملي یووالي حکومت کار د مجموع په توګه ادامه مومي، د هغه د څرګندونو په هکله به ژر جدي او موثر بحثونه وشي.”
تېره ورځ ډاکټر عبدالله عبدالله د ځوانانو نړۍ والې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې اشرف غني ورسره په تیرو ۳ میاشتو کې د دوه پر دوه ملاقات ته لږ تر لږه یو ساعت وخت هم نه دی ورکړی، نوموړي په سوالیه انداز وویل: ((د افغانستان محترم رئيس جمهور صیب! تاسو چې په دریو میاشتو کې یو یا دوه ساعته وخت نه لرۍ چې له اجرائيه ریاست سره وګورۍ نو ستاسو قیمتي وخت په څه تیریږي؟)).
ښاغلی عبدالله ویلي وو ” باید پرېکړې د سلا مشورې پر بنسټ وشي. له سلا مشورې پرته د ملي وحدت ټول حکومت له پوښتنې سره مخامخ کېږي، ولس له موږ نه همدغه تمه لري”.
عبدالله د اشرف غني لخوا د اصلاحات اداري کمیسیون ته د نادر نادري پر ټاکنه او صفی الله کرزي ته د وزیر اکبر خان مډال ورکولو باندې سختې نیوکې وکړې او ویي ویل، چې دا ټولې پریکړې یو طرفه شوي، نه د چا کاري لارسته راوړنې کتل شوي او نه د چا وړتیا په نظر کې نیول شوې ده.


















