دامن مثالي تایلنډ هم نا امنه شو

څلورلسیزې د مخه به یواځې د فلسطین، کشمیر، البانیا ، تامیلي یاغیانو اود سویس کانال پرسرد جګړو راپورونه ورکول کیدل نورپه نړیواله کچه امن ؤ خو د څلورو لسیزو راپدیخوا منځنۍ اسیا او خلیج دومره نا امنه شو چې د اروپايي هیوادونو سیلانیانو دکلنۍ سیلګرۍ څخه دورتلوانکار وکړ.
د دوه لسیزو راپدیخوا هغه هیوادونه هم نا امنه شول چې د مخه به د منځنۍ اسیا هیوادونو د نا امنیو له امله پنا وروړه خواسیايي هیوادونوکې یواځې تایلنډ و چې د امن مثال به ېې نړیوالو ته وړاندې کیده اوس هغه مثالي امن هیواد تایلنډ کې هم نا امنۍ دخپلوهیوادوالو ترڅنګ دسیلانیانو ژوند ترخطرلاندی راووست.
له پاریسه وروسته تایلنډ ته له نوروهیوادونوسیلانیان سیل ته ورتله چې ترټولو مشهورېې دهواهین ښارو .
تیره ورځ د تایلنډ په هغو څلورو ښارونوکې چاودنې وشوې چې د مخه په دې ښارونوکې چا دچاودنې غږ هم نه ؤ اوریدلی چې یوېې هواهین ښار هم بمي چاودنو ولړزاوه.
پدې چاودونوکې څلورتنه ووژل شول او زیات شمیرېې ژوبل دي چې په ۲۴ساعتونوکې په پرلپسې توګه څلور چاودنې وشوې په تایلنډ کې فوکیټ ټاپوچې په نړیواله کچه دسیلانیانومشهورځاې و هغه هم په وینوسورشوچې تراوسه چا د چاودنومسئولیت په غاړه ندی منلی.
په بنګکاک کې یوکال د مخه په یوه معبدکې چاودنې شل تنه وژلي وو خو د سیلانیانو زړونه د تایلنډ د سمندري او غرنیوښکلومنظرونه نه صبریدل.
دملګروملتونو د بشر دحقوقو او امن نړیوالې ادارې تراوسه په افغانستان، عراق، لبیا، اازربایجان، چیچین، سورېې،یمن او نوروهغوهیوادونو په اړه د نا امنیو د مخنیوي په اړه نه کومه پریکړه کړې او نه ېې د نړیوالې ترهګرۍ چې له کومه هیواده سرچینه اخلي کوم لوري ته ګوته نیولې .
هغه هیوادونه چې په نا امنیوکې هرڅه له لاسه ورکړل دا سوال ورسره دی چې ملګروملتونو د نړیوالې نا امنې مرسته کوونکوهیوادونوپه لور دګوتې نیولو توان نه لري او که په نړیواله نا امنۍ کې خپله دخیل دي چې سکوت ېې اختیار کړی دی.
تیره ورځ چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوريپال ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ اوباما د داعش نومې ډلې بنسټګر وباله او
له حقایقو ېې پرده پورته کړه نړې ته د نړیوالې ترهګرۍ سرچینه روښانه شوه .
ټرمپ په فلوریډا ایالت کې خپلو پلویانو ته په ویناکې داوباماپه لورد داعش دبنسټګرۍ ګوته ونیوله وې ویل د اوباما درناوی کوم خو داهم وایم چې د داعش بنسټګردی.
په سوریه کې د درې ساعتونود اوربند سره سره بیاهم جګړه روانه وه ۵۹کسان پکې مړه او ژوبل شول له سوریی ترپنځو میلیونوخلک د مړواو ژوبلوعلاوه نوروهیوادونوته په کډه شول خو دبشر دحقوقونړیواله اداره سکوت ده .
دمثالي امن تایلنډ چاودنو د ملګرو ملتونو د بشر دحقوقو ادارې سره اندیښنه پیداکړه چې وروسته دټرمپ له وینا په ترهګروڅا در نه شې غوړولې داهڅه کوي چې د نړیوال خراب امن دښه والی لپاره یوه معقوله لار ولټوي .
موږ دانه وایو چې ولې د تایلنډ دامن ښارونو د چاودونو وروسته ملګرو ملتونو سره دامن سوچ پیداشو او دافغانستان،عراق او سورېې په حالاتو ېې سترګې پټې کړې وې که اوس هم ملګري ملتونه دنړیوالې نا امنې مخه ونیسې په ځاې قدم دې چې د تایلنډ پورې رسیدلې نا امني مهار کړل شي افغانستان ،عراق ،یمن او سورېه به هم ورسره په امن شي تراوسه خو د امن د څادر لاندې ترهګري روانه وه او ډیره ښه شوه چې ټرمپ له واقعیتونو پرده پورته کړه.



