ملګرو ملتونو په بيت المقدس کې د فلسطينيانو د کورونو نړول وغندل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۳) الماس خدرخېل

د ملګرو ملتونو بشري سازمان د راپور له مخې، په روان کال کې اسرائيلو د بيت المقدس په شاوخوا کې د فلسطينيانو ۷۲۶ کورونه نړولي، چې له امله يې ۶۸۸ کسان بې کوره شوي. په راپور کې ويل شوي، چې تېر کال اسرائيلو د بيت المقدس په نږدې ساحو کې د فلسطينيانو ۵۳۳ کورونه نړولي و، چې ورسره ۶۸۸ کسان بې کوره شوي وو. د ملګرو ملتونو بشري سازمان، د بشري حقونو نړيوالې ادارې او يو شمېر نورو بنسټونو دا کار غندلی او ويلي يې دي، چې د فلسطينيانو د نړېدلو کار دې په سملاسي توګه بند شي، خو ملګري ملتونه د اسرائيلو له خوا د فلسطينيانو د کورنو غندنه ډېر روسته کوي.

بل پلو د ترکيې لومړي وزير بن علي يلدرم ويلي، چې دوی به د فلسطينيانو سره خپل بشري مرستې جاري ساتي او د سپتامبر په مياشت کې به د غزې اوسېدونکو ته مرستې ورولېږي، بن علي يلدرم دا څرګندونې په ترکيه کې د فلسطين خارجه وزير سره وکړې. هغه زياته کړه، چې د فلسطين د غزې اړمنو خلکو سره دغه مرستې به د لوی اختر په مياشت کې ور ولېږل شي او ويې ويل، چې د دې مرستو لړۍ به جاري وي.

همدارنګه په ناسته کې د عراق صدراعظم، دغه مرستې د فلسطينيانو د خوشالۍ وړ وبللی او  د ترکيې دولت نه يې د فلسطين سره د مرستو مننه وکړه، هغه وويل، چې په دې اوس وخت کې د بيت المقدس وضعيت او حالات ډېر نازک دي.

که څه هم مسلمانان د بيت المقدس واک لري، خو اسرائيلو ته دا حق ورکړل شوی، چې په بيت المقدس کې ګزمې وکړي او هر وخت چې وغواړي د مسجد او کورونو پلټنه کولی شي، په داسې حال کې،  چې په وار، وار  د بيت المقدس په نږدې ساحو کې د فلسطينيانو کورونه د اسرائيلو له خوا نړول شوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button