
ولس له چا سره دی؟
کابل ټکی کام لیکنه: د خړې حجرې خړ طالب
د دې پوښتنې ځواب ماته دوه ډوله د ذهن په تخته ځي او راځي کله مې په ذهن کې یو شان خطور وکا، کله بل شان آخر په دې کې ورک شم چې څه قسم تعبیر ترې وکړم؟ او څه ووایم؟ داسې ووایم چې ولس د چاسره دی؟ او که داسې تعبیر وکړم چې طالب له چاسره دی؟ یا په بل تعبیر
له ولس سره څوک دي؟
ځکه طالب د دې جامعې لپاره د یو مقدس عنصر په شان ارزښت لري طالب اصلاً د افغانستان د خلکو لپاره چې په دین مَینه ټولنه ده د عقیدې شکل اختیار کړي، طالب اصلاُ د دې ولس دین دی، د افغانانو ایمان دی، د ولس عقیده ده، د دې ولس اسلامي او ملي مقدسه عنعنه ده! او د اسلامی شعائرو څخه یو عظیم الشانه شعیره ده. نو پدې حساب او له دې نقطې که ورته وگورو بیا نو زما دا خبره او تعبیر سم دی چی *طالب له ولس سره دی* ځکه طالب د ولس لپاره چې په دین مین ولس دی، او دغه ولس په دین باندې د قربانیو په ډگر کې د مخکښ اتل حیثیت لري، نو د داسې ولس لپاره طالب د دین، عقیدې، مذهب، او اسلام حیثیت لري. اوس که چیرې مونږ د افغاني ولس په حق کې داسې الفاظ وکاروو چې زمونږ ولس داسې دی چې دین له دوی سره دی، مذهب له دوی سره دی، عقیده له دوی سره ده، په دین باندې دقربانۍ او سر ښندنې فکر له دوی سره دی، اسلام په دوی کې او له دوی سره دی نو بیا دا هم ویلی شو چی طالب د ولس سره دی.
او که خپل دې نږدې تیر تاریخ ته ځیر شو، په غور فکر ورته وکړو، د انصاف څخه کار واخلو نو ضرور به ټول دا خبره که مونږ د نظر په لحاظ د طالب سره جوړ وو که ناجوړ، ومنو چې ولس د طالب سره دی او دا خبره تر لمر واضحه ده.
زه به د دې لپاره درې ساده مثالونه پیش کړم چې دا پوښتنه په ساده شکل خو د حقیقت سره برابره ځواب کړی، تر لغت پرانۍ او الفاظ جوړیدنې به تیرشو لیکوالي به د حقیقت جونگړه وبولو ساده خو په واقعیت پوشلي، او په صداقت باندې ولاړ او زرین الفاظ به استعمال کړو، داسې به نه کوو چې د واقعیت اړخ یې خچن او د لیکوالۍ طرف یې زرین او برابر وي، د الفاظو د جوړیدو په فکر واقعیت او سوچگۍ ترپښو لاندې کړو پدې باب به هم د خپل گران او محبوب رهبر ساده ملاصاب شاگردي اختیار کړو چې خبره به یی ډیره ساده خو له معناگانو ډکه وه له رعب څخه به ډکه وه له تکلف او تفنن څخه به خالي وه خو مفهوم به یې سړي ته اصحاب کرام ورپه یادول چې څومره ساده او بې تکلفه انسانان، څومره ژور او د خدای خوښ خلک وو. نو بناءً زه به دا خپله مدعیْ چې ولس د چاسره دی؟ په دریو ساده خبرو او مثالونو کې، خو د ملا صاب مبارک فه طرز او د هغه په شان ساده مثالونو کې راخلاصه کړم.
که ستاسو په یاد وي ۳۸ کاله وړاندې د روس گوډاگیانو خلق او پرچم چې روسانو د افغانستان په مکاتبو کې د ملت پر شتمنۍ د ملت د غوښتنو خلاف په غیر اسلامي او دیني فکر تربیه کړل او دې ته یې وهڅول چې په داود خان کودتا وکړي او په ځای یې غیر اسلامی او خلقۍ دیموکراتیک نظام منځ ته راوړي. هغه ؤ چې په کال ۱۳۵۷ هـ ش کې ترکي کودتا وکړه او د داود خان نظام یې چپه کړ، زما اوله خبره دلته پيلیږي. د ترکي د کودتا په اوله ورځ ۶۰ کلن انسان خپل ټول ۶۰ کاله ژوند ډیر هوسا او د راحت په خوب ویده حالت کې تیر کړی و، او دومره خالي ذهنه و چې د حکومت په ضد د بغاوت له فکر سره بیخي نه و اشنا. د جهاد، هجرت، شهادت، بندیتوب، زخمیتوب، انقلابي فکر او په انقلاب کې د بلا کړاوونو له زغملو سره ناشنا او په ذهني لحاظ له دې شیانو سره فه هېڅ قیمت نه وو جوړ خو د جمات او خړې حجرې ملا او طالب دغه ټولو شیانو ته داسې اماده کړ چې دا ټول یې په ډیره سړه سینه ومنل او هرڅه یې وزغمل، د خپل کلي د جمات او حجرې د طالب او ملا په فتوی سره یې یونیم میلون شهیدان ورکړل د هجرتونو، بندیخانو او بلا ډیرو کړاوونو متحمل شول او هیڅ قسم قربانۍ يې دریغ نکړه.
د انقلاب له پيل بیا تر گټلو دغه ولس د خپل علمي قشر سره اوږه په اوږه ودرید، که څه هم ځینو خلکو او ځینو نهضتونو د داودخان د نظام په ضد همدغه ملت قیام ته راوبلل خو چا یی په خوله پیاز هم پوچ نکړ اوس دلته مونږ په زغرده ویلی شو چې ولس د چاسره دی؟ د چا په فتوی سره يې د روس او د هغوی له گوډاگیانو سره د جهاد او قربانۍ ډگر ته راودانگل؟ حقیقت تر لمر څرگند او رسوا دی.
کله چې مجاهدین کامیاب شول کفارو د خپل عادت سره سم پرینښودل چې په اسلامي نظام باندې متحد شي د خپلو کړیو او زرخرید غلامانو په وسیله يې د اختلاف په ناورین اخته کړل د شر او فساد دور شروع شو. دلته زه خپله دویمه خبره شروع کوم.
د هیواد علمي قشر او د دوی تر قوماندې لاندې ولس د یو بل بدلون او د دې حالت څخه د نجات په فکر د انتظار په شیبو کې پاتې شول دغه حالت ټولو افغانانو ته معلوم دی تر دې پورې چې طالب مشر د اسلامي امت کوچیدلی امام د خلافت مجدد لوی ملاصاب مبارک د نجات د پرشتې په شان د لوی خدای په فضل ملت له دغه ناورین څخه وژغورل ټولو خلکو دا صحنه په سترگو ولیده کله چی د طالبانو تحریک د ولس له منځه راووت، د ولس له زرونو را وټوکید، او د خپل ولس د نجات لپاره یې د شر او فساد سره د مقابلې په خاطر میدان ته را ودانگل، داسې به پېښه وه او د خدای په نامه قسم یادوم چې سیمې ته د طالب ځواک تر رسیدو مخکې مخکې به ولس د دوی استقبال ته راوتل او د دوی راتگ به یې د ځاني او مالي قربانیو په زغملو بدرگه کول، د ولس په تناره پخه شوې ډوډۍ او پخې شوې غوښې به د طالبانو په اول خطونو کې خوړل کیدلې دغه حالت هرچا د سر په سترگو لیدلی او کتلی او هیڅوک ترې سترگې نشي پټولی. اوس په زغرده مونږ ویلای شو چې ولس د چاسره دی؟
ملاصاب مبارک نړۍ ته د اسلامي نظام نمونه پیش کړه، نړۍ ته یې د امن او سولې پیغام راووړ، د الهي نظام او الهي رحمت داعیه یې واوروله خو ټولی نړۍ د ملاصاب مبارک سره مقابله راواخسته او د زمکې په سر د ژوند په طریقه ورسره وران شول، د سولې او امن پیغام یې ونه منل، او اسلامي نظام یی ونه زغمل خو د ډبرین عزم لرونکی ملاصاب، د رسول کریم صلی الله علیه وسلم او د هغه د صحابه کرامو په منهج ولاړ ملاصاب مبارک د نړۍ په وړاندې د خپل خدای په خاطر چاته سر ټيټ نکړ او په ډبرین عزم او ابراهیمي توکل کې یې د یو ویښته په اندازه هم تغیر رانغۍ هغه و چې نړۍ خور ښامار یهودو نصاراوو د کلیسا په فرمایش د ټولې کفري نړۍ او تش په نام اسلامي غلامې نړۍ په اشر کولو سره په ډیر ظلم، جبر، دهشت او وحشت د دهشت گردۍ د رمې شپون دجال بش د افغانستان پر حریم یرغل وکړ، ظلم، وحشت، او دهشت گردي یې انتها ته ورسوله، ټول انساني حقوق یې تر پښو لاندې کړل اسلامي نظام یې ړنگ او پر ځای یې کفري غلامه اداره رامنځ ته کړه او افغانان یې د ظلم او وحشت په اور کباب کړل د افغانستان په مظلوم ولس یې داسې ظلمونه وکړل چې قلم یې له لیکلو ډډه کوي. که څه هم امریکایي دجالي ادارې فقط طالب او القاعده د ځان لپاره د دښمن په صفت یاد کړل عام افغانان یې د ځان دوستان ونومول او دا حربه یې وړاندې کړه چې طالب د ولس څخه بیل او منزوي کړي ترڅو بیرته د مقابلې توان پیدا نکا د ولس ځینې بې ضمیره، افغانیت او اسلامیت فروش د گوتو په شمار مرتدین یې د ډیموکراسۍ په ذلیل آخور ودرول، ټول تبلیغاتي جهت یې په دې بوخت و چې د دوی مقابله فقط او فقط د طالب او القاعده سره ده او ولس زمونږ دوستان او د ډیموکراسي غوښتونکۍ او تش په نام سولې ته لیوال دی. خو دا ولس چې د طالب سره وو او د دوی په تبلیغاتو دوکه نشول. امریکایي اشغالگران چې اصلا د افغانیت او اسلامیت دښمنان وو د اسلام او افغان ضد اعمالو مرتکب شول، د طالب د له منځه وړلو پخاطر یې ولس په اور کباب کړ په خدای قسم خورم چې د افغانستان وضعیت داسې حد ته ورسید چې د یوې شپې د تیریدو لپاره نه و جوگه. اوس پوښتنه داده او زه خپلې دریمې خبرې ته رازم چې د دې ټولو ناخوالو با وجود هغه څه شی دی؟ او هغه کوم تړاو دی؟ چی دا ولس او طالب یی سره بیل نکړل، د کفارو هیڅ حربې او د کفارو له خوا د دومره دباو او ظم باوجود ولس دې ته نشو برابر چې د خپل ژوند د هوساینې په خاطر طالب ته ځواب ورکړي او لکه څنگه چې د طالبانو تحریک په ابتدا کې د ولس له منځه راوتلی وو او د ولس له زړونو راټوکیدلي و همداسې د ولس په منځ کې را روان دي او ولس د هرې قربانۍ په زغملو اوږه په اوږه ورسره ولاړ دی او د ولس په زړونو که لا خوږیږي او راټوکیږي او دغه بهیر د یوې ورځې څخه بلې ته تیزیږي او توندیږي او په یرغلگرو، دهشت گرو او د هغوی په غلامانو یې د افغانستان پاکه زمکه طبخی کړی. اوس مونږ په زغرده ویلای شو چې ولس له چاسره دی؟ دا یو حقیقت دی ولس له طالب سره طالب له ولس سره دی دوی پخپلو کې د مخ او شا په شان نه بیلیدونکی حیثیت لري. حقیقت ورځ تربلې ظاهریږي او د تبلیغاتو ډنډورې رسوا کیږي او دغه ډرامې ډرامه چیان تور مخي، شرمنده کیږي او ذلیله کیږي. الحمد لله.
یادونه:
د فیسبوک د اسلامپاله افغانیت پاله خودپاله مبارزینو څخه بیا شخصاً زما ساده دخړې حجرې طالب داغوښتنه ده چې کوښښ وکړئ الفاظ عربي یا افغاني وکاروئ، په (هشتاگ) مې سر نشو خلاص دا هشتاگ خو به عنوان ته نه وایي، ها؟؟؟ په ما به هشتاگ زده کړی خپل عنوان (لفظ) به رانه هیر کړی که هشتاگ عنوان ته وایي زما یوه ساده غوښتنه ده چې آینده دې د هشتاگ په ځای عنوان راوړل شي.



