
کندوزیان: ناقانونه وسله وال تر داعش او طالبانو ډیر خطرناک دي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۳) زرغون خوږیاڼی
د کندوز ولایت اوسیدونکي او د ولایتي شورا غړي په دغه ولایت کې له ناقانونه وسله والو څخه سر ټکوي او وايي، چې نا قانونه وسله وال د یاد ولایت لپاره تر داعش او طالبانو ډیر خطرناک دي.
د کندوز د خلکو په وینا، په کندوز ولایت په روانه جګړه کې تر ډېره طالبان ښکېل نه دي، بلکې سیاسي ګوندونو پورې تړلې ناقانونه وسله وال د پارلمان د غړو له ملاتړه برخمن قوماندانان ښار د دې لپاره نا امنه ساتي، تر څو دوی ته د غلاو او له عامو خلکو د باج اخیستلو فرصت برابر شي.
د کندوز ولسي وګړي وايي، کله چې طالبانو دغه ولایت ته سقوط ورکړ، ناقانونه وسله وال د طالبانو له ویرې د حکومتي چارواکو او پارلمان د وکیلانو له لوري په کابل او بغلان کې په مېلمستونونو کې ساتل کېدل، دوی له مالي پلوه له ستونزو سره مخ شول او اوس کندوز ته له بېرته ورګرځېدو سره غواړي، چې د کندوز ولس یې مالي اړتیاوې پوره کړي.
د کندوز ولسي وګړي زیاتوي، چې نا قانونه وسله وال چې تر ډېره په حکومتي چارواکو پورې تړلي دي، له سیمه ییزو دولتي ادارو باج اخلي او د قانون په ماتولو سره یې په دغه ولایت کې پراخ فساد او د جګړې دوام ته لار هواره کړې ده.
د کندوز والي اسد الله عمرخېل وایي، چې نا قانونه وسله والې ډلې په دغه ولایت کې شخصي زندانونه لري او هر هغه څوک چې باج ورنه کړي، شخصی زندانونو ته یې اچوي.
والي هم دغه وسلوالې ډلې د کندوز ولس ته تر داعش او طالبانو زیاتې خطرناکې بولي.
د کندوز د ولایتي شورا استازي هم دغه خبره تائيدوي، چې نا قانونه وسله والو په خان اباد ولسوالۍ کې شخصي زندانونه جوړ کړي او په دغو زندانونو کې د سیمې د اوسېدونکو په اچولو سره له هغو باج اخلي.
د ولایتي شورا استازي وايي: تر ټولو زیات دغه ناقانونه وسله وال په خان اباد ولسوالۍ کې مېشت وو، ددوی په وینا یاد وسله وال تېره اوونۍ په دغه ولایت کې د طالبانو لخوا د پيل شوې جګړې له ویرې د کندوز ښار ته راغلي او د ښار په واټونو کې له وسلو سره ازاد تګ راتګ کوي، چې په ولس کې یې ویره خوره کړې ده.
د کندوز د خلکوا او لایتي شورا استازو په وینا، اوس مهال په کندوز ولایت کې پنځه زره نا قانونه وسله وال موجود دي.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال په کندوز ولایت کې طالبان د څلورو ولسوالیو تر څنګ د کندوز ښار شاوخوا سیمې هم په واک کې لري، د سیمې د اوسیدونکو په وینا کله چې طالبان کومه سیمه ونیسي دغه زورواکي وسله وال له سیمې تیښته کوي او بلې خوندي سیمې ته ځانونه رسوي.



