امريکا: د الوتکې د لوېدو له امله ۶ تنه وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۳) الماس خدرخېل

پېښه د امريکا متحده ايالاتو، ويرجينيا ايالت د فرديګزيريګ په ښار کې رامنځته شوه، ويل کېږي په پېښه کې شپږو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د فردريګزيرګ ښار د پوليسو په وينا، چې کوچنۍ خصوصي الوتکه وه، د ځغاستليکې نه د وتو پر مهال د ونو او بوټو سره وجنګېده او اور يې واخيسلو.

هغه زياته کړه چې په الوتکه کې شپږ نفرو شتون درلود چې ټول يې وژل شوي او هيڅوک ترې ژوندي نه دي پاتې.

د پېښې ځای ته د اور وژنې عمله او امبولانسونه رسېدلي.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button