
امریکا په افغانستان کې د داعش مشر حافظ سعید وژنه تائيد کړه
( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۳) زرغون خوږیاڼی
د امریکا د دفاع وزارت تائيد کړې، چې په افغانستان او پاکستان کې د داعش ډلې مشر حافظ سعید خان تېره میاشت په اچین ولسوالۍ کې په یو هوايي برید کې وژل شوی دی.
د امریکا د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په سیمه کې د داعش ډلې مشر حافظ سعیدخان د تیرې جولای میاشتې په ۲۶مه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د پاکستان سره پر پوله د ډرون الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د اګست پر ۸مه د افغان پوځ قومندان جنرال زمان وزیري وویل، حافظ سعید خان او له هغه سره نږدې ملګري يې له پاکستان سره پر پوله د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
پنټاګان ویلي، چې حافظ سعيد خان د افغانستان د امنیت لپاره خطرناک و، ده په سیمه کې د ولسي خلکو سره سخت او نه جبرانوونکي ظلمونه وکړل.
د داعش وسله واله ډله په افغانستان کې له دوو کلونو راهیسې د طالبانو او له هغه چا سره چې له دوی سره بیعت نه کوي په جګړه بوخت دي.
داعش ډله په افغانستان کې تر ټولو زیات ولسي وګړي په نښه کوي او ددوی مالونه ورته غنیمت ښکاري.



