
د شپږیزې سیالیۍ اوومه او اتمه لوبه د سپين غر او امو لوبډلو په ګټه تمامه شوه
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۳) زرغون خوږیاڼی
د سیالیو په لړ کې پرلپسې اوومه لوبه د سپين غر زمریانو او بوست ساتونکو تر منځ پیل شوه.
د لوبې پچه د بوست ساتونکو وګټله او خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د بوست لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۸۵ منډې جوړې کړې.
په یاده لوبډله کې نجیب الله ځدراڼ ۶۳ ، فضل ځاځي ۵۶ او بسم الله خان ۴۳ منډو په جوړولو بریالي شول.
د سپین غرزمریانو له ډلې توپ اچوونکو څخه حمید حسن، فرید احمد ملک او سمیع الله شینواري یو یو لوبغاړی وسوځولو.
په مقابل کې د سپین غر زمریانو لوبډلې ورکړل شوی هدف د وروستي اوور په ۵م بال پوره کړ او لوبه یې په خپله بریا پای ته ورسوله.
د سپین غرزمریانو له ډلې شبیر نوري په دیره زړه پورې لوبه وکړه او په ۹۸ منډو ناسوځیدلی پاتې شو.
د لوبې غوره لوبغاړی شبیر نوري وټاکل شو.
د پرون ورځې دویمه او د سیالیو اتمه لوبه، د بند امیر ښامارانو او امو نهنګان ترمنځ وشوه.
پچه د بند امیر لو بډلې وګټله او د توپ وهنې پریکړه یې وکړه، بند امیر په ټاکل شوو شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۳۶ منډې جوړې کړې.
د بند امیر لوبډله کې سکندر رضا ۴۲ او محمدنبي عیسی خیل ۳۹ منډې جوړې کړې.
د امو نهنګانو توپ اچوونکو شراف الدین اشرف، یمین احمدزي، ناصر توتاخیل او عبدالرحیمزي دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.
په مقابل کې د امو نهنګانو لوبډلې وکولای شول یاد هدف د لوبې د نولسم اوور په ۵م بال باندې پوره کړي، چې لوبه د امو نهنګانو په ګټه پای ته ورسیده.
د امو نهنګانو لوبډلې له لوري عثمان غني ۴۷ ، جاوید احمدي ۴۵ او افسر ځاځي ۳۶ منډې وکړې.
د دغې لوبې غوره لوبغاړي شراف الدین اشرف وټاکل شو.
اوس لوبه د کابل بازان او مس عینک ترمنځ روانه ده، چې کابل بازان توپ وهنه کوي.



