
يو بندي د ننګرهار خوګياڼو کې ۳ تنه محلي پوليس وژلي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۳) الماس خدرخېل
تېره ورځ ماسپښين مهال ۳ بجې د ننګرهار خوګياڼو ولسوالۍ اړوند، د چمتلې په سيمه کې يو تن، چې له ځايي محلي پوليسو سره بندي و، له محلي پوليسو ټوپک اخيستی او درې تنه محلي پوليس يې وژلي، ويل کېږی چې بريدګر تښتېدلی.
ځايي چارواکي پېښه تائيدوي او وايي، چې د پوليسو د بې نظمۍ له امله داسې پېښې ډېرې رامنځته کېږی، هغه وايي چې وسلوال يو جنګي ماهر کس و، خو دوی ته يې ځان په هيڅ نه پوهېدلو تېر کړی وو او د پوليسو له وژلو ورسوته تښتېدلی.
د پېښې پړه طالبانو په غاړه اخيستې او ويلي يې دي، چې د دوی يو طالب د محلي پوليسو سره بندي و، چې په ځانګړي تکيک يې له محلي پوليسو اول ټوپک اخيستی او بيا يې د پوستې درې تنه پوليس وژلي او خپله د کلاشنکوف سره د طالبانو ساحې ته تښتېدلی.



